دملګروملتوسازمان : طالبان بايد په ځانمرګوبريدونو کې له ماشومانو څخه استفاده ونه کړي.
کابل باخترد ثور دمياشتې ٦ :
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان ځانګړي استنازي له طالبانو څخه غوښتي دي چې په ځانمرګو بريدونو کې له ماشومانو څخه استفاده ونه کړي.
دباختراژانس دخبرله مخې،ديان کوبيش دغه غوښتنه په بروکسل کې دناټودبهرنيو چارو وزيرانو په وروستي غونډه کې طرحه شوه.
ده وويل ، طالبان بايد په ملکي وګړو له بريد اوپه ځانمرګو بريدونو کې له ماشومانو څخه له استفادې څخه ډډه وکړي.
دغه راز دملګروملتو دغه ديپلومات په افغانستان کې دملکي وګړو دسردزيان له امله انديښنه څرګنده کړې ده.
دى وايي دروان ميلادي کال په لومړيو دريو مياشتو کې دجګړې او تروريستي پيښو له امله په افغانستان کې څلور سوه پنځه اويا تنه وژل شوي دي او اته سوه اويا تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه شمير له هغو تلفاتو څخه په سلو کې ديرش زيات دي چې د ٢٠١٢ ميلادي کال په لومړيو دريو مياشتو کې رامنځته شوي دي.
په افغانستان کې دملګروملتو سازمان دغه جګپوړي ديپلومات په فراه ولايت
کې وروستي پيښه چې يرغلګرو ديوې محکمې په ودانۍ بريدوکړ، په يو جنګي جنايت تشبيه کړى دى اوپه دولتي مرکزونو کې دخلکو دوژلوله امله يې دانديښنې وړ وباله .