ټولنه

دملکي هوايي چلند دادارې دمشرتابه هيئت غونډه جوړه شوه .

کابل باختر د زمري لسمه : دملکي هوايي چلند دادارې دمشرتابه هيئت غونډه نن ددغې ادارې درييس محمود شاه حبيبي په مشرۍ جوړه شوه او دملکي هوايي چلند دادارې دپرمختيايي بودجې او دروان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ددغې ادارې دعوايدو دکچې په باره کې خبرې وشوې . دباختراژانس دخبرله مخې ، په دې غونډه کې دملکي هوايي چلند دادارې رييس ټولو اړوندو څانګو ته لارښوونه وکړه چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دې دټولو قراردادي شرکتونو دکار کچه وڅيړي او د اړوندو سندونو او دترسره شوي کار له کچې سره سم دې دهغوى پيسې ورکړي . ديادونې وړ ده چې دملکي هوايي چلند ادارې دروان مالي کال په تيرو اوو مياشتو کې دماليې وزارت له خوا دټاکل شوې موخې دشپږ اعشاريه دوه نوي ملياردو افغانيو څه دپاسه نيمايي ترلاسه کړي دي او دغه عوايد دتيرکال په همدې مودې په پرتله په سلو کې کابو دوه زياتوالي ښيي . ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته