امنیت

دملي ځواکونو په سپين بولدک کې پراخ عمليات پيل کړي دي

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
افغان ځواکونو نن سهار دقندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې دډيورند کرښې  په اوږ دوکې پراخ عمليات پيل کړل .
دقندهار دوالي ويندوي جاويد يصف دباختر آژانس خبريالته وويل ک دغه عمليات د ډار اچونکو ډلودله  منځه وړلو په مقصد په سپين بولدک ولسوالۍ کې د ديوړند کرښې ته څيرمه سيمو کې پيل شول او هدف يې د ډار اچونکو ځپل دي  چې  دغه عمليات  به د ډار اچونکو ترله  منځه وړلو  پورې دوام وکړي.
فيصل وويل  :  وسله وال مخالفين زياتره  وختونه په دغوسيموکې ډار اچونکې بريدونه ترسره کوي او بيرته  د ډيورند کرښې اخواته نښتې  .
په دغو عملياتو کې چې دچټک غبرګون او دسرحدي پوليسو په ګډون ترسره شوي دي  تراوسه پورې د ډاراچونکو له کوم مقاومت  سره نه دي مخامخ شوي او دسيمې اوسيدونکې هم له امنيتي ځواکونو سره  همکاري کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته