کابل باختر د کب اوولسمه :
دملي پيوستون دپروګرام د ٨٧ ټولګټو پروژو دکار په بشپړولوسره پرون دسرپل ولايت يوشمير وګړي له دغې اسانتياو څخه برخمن شول .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبرورکړ ، ددغو پروژو کار د٤٧ مليونو او ٨٠٠ افغانۍ په لګښت ددغه ولايت دسانچارک او ګوسفندي په ولسواليو کې بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځيد .
په دغوپروژوکې دڅښاک دروغتيايي اوبو دزيرمو ترميمول او ټينګښت داستنادي ډيوالونو جوړول ، محافظوي ديوالونه ، دکرنيزو اوبو دسربندونو ټينګښت اوبيا جوړول ، دسړکونو کريړ اچول ، دکرنيزو اوبودکانالونو پاکول او ټينګښت شامل دي .
ددغو پروژو دکارپه بهير کې ٥٠٠٩تنو ته دلنډ مهال کارزمينه برابره شوې وه .
0 د یوې دقیقې څخه لږ