دملي پيوستون دپرو ګرام دمشرتابه دکميټې غونډه جوړه شوه .

کابلباختر دثور١١
دملي پيوستون دپروګرام دمشرتابه دکميټې غونډه نن له غرمې وروسته دجمهوررئيس د مرستيال او ددغې کميټې درئيس محمد کريم خليلى په مشري جوړه شوه.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ .
لومړي د جمهور رئيس مرستيال ، د ملي پيوستون پروګرام د هيواد په کچه يوه حياتي او ارزښتناک پروګرام وباله او څرګنده يې کړه چې دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې ددغه پروګرام تطبيق دخلکو د ژوندانه د ښه والي په لاره کې ستر بدلونونه له ځان سره لرلې دي .
په دې غونډه کې دهغو پوښتنو او وړانديزونو په باب چې په غونډه کې طرحه شول په تفصيل سره خبرې وشوې اود کميټې غړو دملي پيوستون دپروګرام اود پروژو دتطبيق په باب داړوندو ادارو ترمنځ دلازمو او اغيزمنو همغږيو درا منځته کولوله لارې دتطبيق شويو پروژو دڅيړنې په مقصد خپلې يولړ نظريې طرحه کړې اود کميټې دپخوا ني غونډې پريکړې يې هم تائيدې کړې.
وروسته دکليو د بيا جوړولو او پرا ختيا وزارت مسولينو دملي پيوستون دپرو ګرام د برياليتوبونو په باب کميټې ته رپوټ وړاندې کړ او څرګنده يې کړه چې په دوو پړاوونو کې له تخنيکي او لومړيتوبونو له پلوه دملي پيوستون دپرو ګرام تطبيق په کليو او بانډو کې د بيوزلى د کمښت اود ټولنيزې او اقتصادي پراختيا په مقصد عملي شوي دي .
ددوى دڅرګندونو له مخې، په لومړي پړاو کې څلورشپيته زره پروژې د هيواد په سلو کې د اته پنځوسو کليو لپاره ،دوه پنځوس زره پروژې تطبيقې شوي دي او شپاړس زره نورې پروژې د اجرا په حال کې دي او په دوهم پړاو کې هم له  يوولس زرو اته سوه او څلور څلويښتو قرادادونو څخه پنځه  زره شورا ګانې جوړې شوي دي او څلورزره نهه سوه پرمختيا يي شورا ګانو خپلې انکشا في پيسې ترلاسه کړي دي  .دغه پروژې د ترانسپورت ، اوبو رسولو ، داوبو لګولو دکوچنيو بندونو ،انرژي ،روغتيا ساتنې اود نورو مواردو په برخو کې عملي شوي دي .
ددغه وزارت درپوټ له مخې، دملي پيوستون دپروګرام ټول مالي لګښت دوه اعشاريه پنځه مليارده ډالره دي چې له دې جملې څخه يوه اعشاريه نهه مليارده ډالره يې تر لاسه شوي دي او تراوسه پورې له دغو پيسو څخه يو اعشاريه شپږ مليارده ډالره لګيدلي دي اود پاتې پيسو په باب هم د افغانستان نړيوالو همکارانو ژمنه کړې ده .
په دې غونډه کې دروان کال دغبرګولي تر مياشتې پورې د ملي پيوستون دپرو ګرام  څيړنه ، ددغه پرو ګرام درا تلونکې پړاو طرحه اوډيزاين ،د حکومتوالي د بهير د ښه والي دپاليسۍ دپرمختګ تعقيبول اود کليو پرمختيا ، په لومړي پړاو کې دديارلسو زرو انکشافي شورا ګانو داجرا په حال کې فعاليتونو بشپړول او په دويم پړاو کې ددولسو زرو شورا ګانو دفعاليتونو بشپړول دملي پيوستون دپرو ګرام اساسي لو مړيتو بو نه وبلل شول.
کميټې دپرمختيا يي پروژو په تطبيق کې د او بو لګولو د مرکزو نو اودپرمختيايي شوراګانو ترمنځ دسمون لپاره دکرنې او اوبو لګولو وزارت وړانديز ،ښځو ته دوزنيزو او اقتصادي پرو ګرامونو په تطبيق کې له پرمختيا يي شورا ګانو سره د همکاري او همغږي لپاره د ښځو د چارو وزارت وړانديز او دپروژو دڅيړنې په بهير کې د اړوندوادارو د غړيتوب لپاره د اقتصاد وزارت وړانديز تائيد کړ.
د جمهور رئيس مرستيال اود ملي پيوستون دپرو ګرام دمشرتا به د کميټې رئيس په دې غونډه کې د کليو د بيا جوړولو او پرا ختيا وزارت ته دنده وسپارله چې په کليو کې د بيوزلي دکمښت اودټولنيزې _ اقتصادي پرمختيا په مقصد دې د ملي پيوستون دپرو ګرام دتطبيق ارزښت ته په پا ملرنې سره په سلو کې پنځه ويشتو هغو کليو او بانډو لپاره چې تر او سه پورې دغه پروګرام په دغو سيمو کې نه دي تطبيق شوي عملي اقدامات ترلاس لاندې ونيسي .
دغه را ز دغه وزارت ته لارښوونه وشوه چې په نړۍ کې د اوسنيو بيلا بيلو الګوګانو په پام کې نيولو سره دې دملي پيوستون دپروګرام دتطبيق په څرنګوالي کې د مثبتو بدلونونو درامنځته کولو په باب اغيزمنې او رغنده څيړنې ترسره کړي او په را تلوونکي غونډه کې دې کميټې ته رپوټ وړاندې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته