امنیت

دملي پيوستون دپروګرام پنځه تنه کارکوونکي په ميدان وردګو کې وتښتول شول.

کابل باختر د چنګاښ لسمه :
وسله والوطالبانو دملي پيوستون دپروګرام پنځه تنه کارکوونکي دميدان وردګو په ولايت کې وتښتول .
  دميدان وردګو ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس جان محمد حکمت  دباختراژانس خبريال ته وويل ،ديوې ښځې په ګډون دغه کارکوونکي پرون هغه وخت  دوسله والو طالبانو له خوا وتښتول شول چې ديو شمير ساختماني پروژو ، کتنې لپاره دبهسودو دلومړۍ برخې ولسوالۍ ته تللي و چې ددغې ولسوالۍ په کجاب  سيمه کې وسله والو طالبانو هغوى وتښتول اوله يو تونس موټر سره  يې له ځان سره بوتلل .
دميدان وردګو دوالي ويندوى عطاالله خوږياني ددغې پيښې دتاييدولو په ترڅ کې وويل ،څيړنې ښيي چې دغه کسان دغزني ولايت ته بيول شوي دي.
   ديادونې وړده چې  تښتول شويوکسانو دسويډن کميټې له خوا دکليو دپرمختيا رياست دثبات دپروګرام په اړوند همکاري کوله .
دوالي ويندوى وويل چې دتښتول شويوکسانو دخلاصون لپاره پلټنې پيل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته