ټولنه

دملي پيوستون دپروګرام له خوا په لوګر کې دساتنې اوڅارنې د پروګرام پيل.

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٤  :
دلوګر ولايت دکليو دبيا  جوړولو اوپراختيا رياست دملي پيوستون دپروګرام   له خوا نن د ساتنې اوڅارنې پروګرام پيل شو.
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا  رياست دملي پيوستون دپروګرام  ولايتي مسوول انجينر  ظفرخان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دغه پروګرام فرعي دى اوپه آزمايښتي ډول د دوو مليونو امريکايي ډالرو په ارزښت ددوه سوه  درې اوويا شوراګانو له لارې دلوګر ولايت په مرکز او دمحمداغې په ولسوالۍ کې عملي کيږي .
ظفرخان زياته کړه چې دغه پروګرام دبنسټيزوساختارونودترميمولواوبنسټيزو پرمختګونو ، دلنډمهالو  کاري فرصتونو دبرابرولو او له هغو کسانو او افرادو سره دمرستو په برخو کې چې په کليو کې  کمزورى اقتصاد لري ،د خوراکي توکو دويش له لارې عملي کيږي.
ويل کيږي  چې ددغه پروګرام اصلي موخه خلکو ته دايمي کار مونده ده.
دلوګروالي محمدحليم فدايي دخبرو په ترڅ کې وويل چې ددغو پروژو عملي کول يوه پلمه ده چې بايددانسان جوړولو اوفکر جوړولو په باب تمرکز وکړو او دټولګټوپروژو دکيفيت په باب چې په بيت المال پورې اړه لري له قومي مشرانو څخه وغوښتل چې ترلاسه شوې پيسې په اصولي لاره کې يې ولګوي.
دغه راز فدايي  زياته کړه  :که چيرې  دناامنيو  او دطالبانو دبريدونو مخه ونيول شي   په دې پوهيږو چې دخلکو هيلې ترسره کيږي .
دلوګر والي له مشرانو څخه وغوښتل چې خپل بچيان دامنيتي ځواکونو ليکو ته واستوي   چې ددښمنانو په خوله  ځپنده ګوزار وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته