کابل باختر دکب پنځلسمه :
په پکتيا ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام دشپږ اويا ټولګټو پروژو په بشپړيدو سره ددغه ولايت يوشمير خلک ددغو پروژو له اسانتياوو ګټه واخيسته
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت داطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست باختر اژانس ته خبرورکړ : ددغو پرژو کار دلجه احمد خيل ، څمکنيو په ولسواليو او ددغه ولايت دمرکز ګرديز په ساحو کې دشپږ ديرشو مليونو او شپږ سوه اووه شپيتو زرو افغانيو په لګښت بشپړې او دخلکو استفادې ته وسپارلې شوې .
په دغو پروژو کې داوبو لګولو دکانال ترميمول د څښاک داوبو سيفون ترميمول ، دمحافظوي ديوالونو،دټولنيز مرکز ، دسړکونو جوړول او دکاريز پاکول شامل دي چې ددغو پروژو دکار په بهير کې ٢١٠٩ تنو ماهر او غير ماهرو کارګرانو ته دکار زمينه برابره شوې وه .
0 1 دقیقه لوستل