دملي پيوستون دپروګرام د ٢٤ ټولګټو پروژو کار بشپړ شو .
کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
دپروان ولايت يوشمير خلکو پرون دملي پيوستون دپروګرام دټولګټو پروژو له اسانتياو څخه ګته واخسته .
دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت داطلاعاتو او عامه اړيکو رياست باختراژانس ته خبر ورکړ .
د٢٣ مليونو ٥٨٤زرو افغانيو په لګښت ددغو پروژو کار دسيد خيلو ،بګرام ، جبل السراج ، کوه صافي او د سالنګ ولسواليو او دپروان ولايت دچاريکارو ښار په مربوطاتو کې بشپړ او دخلکو د استفادې وړ وګرځيدې .
په دغو پروژوکې داوبو لګولو دکانالونو، دټولنيزو مرکزونو ودانيو ، دمحافظوي او داستنادي ډيوالونو، دموټرونو دتګ راتګ ديوه پله او دپلګوټو جوړول او دکليوالي دسړکونوجوړولو او کريړ اچول ، داوبو رسولو دشبکې غځول او دڅښاک دروغتيايي اوبو دڅاګانو کيندل شامل دي .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دملي پيوستون پروګرام په پروان ولايت کې دفعاليت له پيل څخه تراوسه پورې ٨٣٢ کلي دپراختيايي پروګرام تر پوښښ لاندې نيولي دي او په دې بريالى شوى دى چې په بيلابيلو برخو کې د ٢٦٠٨ پروژو کار بشپړ او دخلکو داستفادې وړ وګرځوي .