کابل / دليندې ٧مه /باختر :
دملي نګارستان داثارو ديوې برخې نندارتون چې مرمت شوي دي پرون په کابل کې ديوې ورځې لپاره نندارې ته وړاندې شول .
دباختراژانس دخبرله مخې، دغه اثار دطالبانو دواکمنۍ په دوران کې زيانمن شوي وو .
په دې نندارتون کې يو ديرش اثار چې درسامۍ او انځور ګرۍ ، روغني او آبي اثار پکې شامل دي دبهرنيو ماهرانو په واسطه دملي نګارستان ، دمدني ټولنې او په کابل کې دبريتانيا دعلمي او فرهنګي مرکز په ملاتړ ترميم شوي دي.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت پرځاى شول دجمهوري رياست فرهنګي سلاکار زرين انځور د هغو بنسټونو دنوښت اوکړنو په ستاينې سره چې داثارو دترميمولو اوساتنې په برخه کې همکاري کوي وويل: هيله ده چې داکار دوام ومومي او هغه ټول اثار چې دجګړې په تېره بيا دطالبانو دواکمني په دوران کې دهېواد دغه اثار اومجسمې ويجاړې شوي دي ترميم شي .
دمراسمو په دوام دبرتش کانسل فرهنګي مسوولې تمنا فقيرزاده دهغو اثارو په برخه کې چې ترميم شوي دي معلومات ورکړل او ويې ويل يو ملت هغه وخت ژوندى پاتې کېږي چې فرهنګ او هنريې ژوندي پاتې شي .
په دغو مراسمو کې دفرهنګ او مدني ټولنې دبنسټ رييس تيمور شاه حکيم يار دزيانمنو شويو اثارو په اړوند خبرې وکړې او ويې ويل چې کابو دوه سوه لس اثار دطالبانو د واکمني په دوران کې ويجاړ شوي دي چې دارزونې پربنسټ ١٥٠ اثار يې دترميم وړ دي اوله دې جملې څخه ٣١ اثار ترميم شوي دي اوپاتې اثار به هم په پرله پسې ډول دبريتانيا په ملاتړ ترميم شي .
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت دفرهنګ او هنر معين پوهاند محمد رسول باوري هم داثارو دکتنې په وخت کې ددغو بنسټونو له خوښت څخه په قدرداني سره له ملي نګارستان څخه وغوښتل چې په څو پروګرامونوکې دې هغه ترميم شوي اثار چې ملي هويت دى نندارې ته وړاندې کړي .
ختم_عطاالله_اکرم