دملي موزيم دنوې ودانۍ د ډيزاين طرحه چمتو شوې ده
کابل باختردکب دمياشتې٢٦ نيټه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمدرسول باوري نن د ( اې. وي . ٦٢) د مهندسۍ شرکت له يوه مسوول سره په کتنه کې د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين دطرحې په باب معلومات واوريدل.
د باختر آژانس د خبر له مخې ؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سلاکاران ډاکټر طارق رشاد، محمد صابر مومند او ليلاساماني ، د ملي موزيم رئيس محمد فهيم رحيمي او د دغه وزارت د مالي او اداري رياست سرپرست محمدعيسى خاطرزى هم حاضر و داسپانيا د ( اې . وي . ٦٢) د مهندسي شرکت يو مسوول انتونيوفوراستر چې د ملي موزيم د نوې ودانۍ د ډيزاين طرحه يې برابره کړې ده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته يې په تصويري ډول معلومات ورکړل.
د ملي موزيم د نوې ودانۍ په ډيزاين کې ټول امکانات ، آسانتياوې او عصري معيارونه په پام کې نيول شوي دي.
پوهاند باوري د دې ترڅنګ چې د ډيزاين دغه طرحه د ملي موزيم د نوې ودانۍ لپاره چمتو شوې ده په خوښۍ سره يادونه وکړه او له دغه مهندس څخه يې هم مننه وکړه.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست څرګنده کړه چې، د افغانستان د ملي وحدت د دولت او حکومت يوه موخه د هېواد د فرهنګ په برخو کې پانګونه ده چې يو ه يې هم ملي موزيم بلل کېږي .
ده زياته کړه په دې برخه کې به د بودجې له جلبولو وروسته عملي اقدامات ترسره شي.
د ( اې . وي . ٦٢) د مهندسۍ شرکت د مهندسۍ په هغې سيالۍ کې چې د نړۍ د هېوادونو ترمنځ ترسره شوې وه، د موزيمونو د ودانيو په طرحه او ډيزاين کې لومړى مقام ترلاسه کړى او ټاکل شوې ده چې د هېواد د ملي موزيم د ودانۍ په جوړولو کې هم کار وکړي. پاى ج ذ