امنیت

دملي راډيو ټلويزيون سيمه ئيز خبريال وډبول شو

کابل باختر د مرغومي  څوارلسمه :
په زابل ولايت کې د ملي راډيو ټلويزيون خبريال پرون د پوهنې د رييس د خپلوانو له خوا وډبول شو.
د زابل ولايت دملي راډيوټلويزيون خبريال زلمي حليمي د زابل ولايت د پوهنې د رييس رحيم الله لودين د ورور له خوا وهل شوى او ډبول شوى دى.
پخوا د شاجوى ولسوالۍدپوهنې په مديريت کې د اداري فساد د شتون په اړه  يومطلب خپور شوى و چې ددغه خبر د خپريدو په غبرګون کې خبريال ووهل شو او وډبول شو.
ويل کيږي حليمي دغه خبر د سيمې د خلکو له خولې چې ګنې د پوهنې رييس دشاجوى ولسوالۍ له هغو ښوونځيو څخه چې تړلي دي پيسې اخلي؛ خپورکړى و؛ لومړى د پوهنې د رييس دخپلوانو له خوا وګواښل شو او وروسته ووهل شو.
د زابل ولايت امنيه قوماندان غلام سخي روغ ليونى باخترآژانس ته وويل: ددغه خبريال د وهلو او ډبولو پيښه امنيه قوماندانۍ ته رسيدلې ده او په دې اړوند تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته