دملي دفاع وزير په درندوسلو دهيواد ددفاعي ځواکونو دسمبالولو غوښتنه وکړه.

 

کابل باختردتلې دمياشتې ٢١ :

دملي دفاع وزير دناټو دغړو هيوادونوله خوا په درندو وسلو دملي اردو دځواکونو دسمبالولو اودهيواد دهوايي ځواکونو دبيارغونې غوښتنه وکړه.

باختراژانس دنړيوالو خبري منابعو له خولې خبر راکړ: دملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي پرون  په بروکسل کې  دناټو دغړو هيوادونو ددفاع دوزيرانو له غونډې وروسته خبريالانو ته وويل،  دناټو ددفاع دوزيرانو دغونډې برخه والو يو ځل بيا دافغانستان په باب خپلې  ژمنې نوي کړې. اوټينګاريې وکړ چې له ٢٠١٤کال وروسته به  له افغانستان سره خپلو مرستوته دوام ورکړي.

سره له دې دملي دفاع وزير څرگنده کړه چې دامنيتي ځواکونو اوپه تيره بيا دملي اردو  په وړاندې يوشمير ستونزې شته چې بايدلري شي .

ده دهوايي  او هوايي مدافع ځواکونو ، توپچي ، ددرندو وسلو کمښت  اوماين پاکولو په برخو کې موجودو ستونزو ته اشاره وکړه او له نړيوالې ټولنې څخه يې ددغه شان ستونزو دحل کولو غوښتنه وکړه.

 ددغو ستونزو سره سره دملي دفاع وزير دغه ټګۍ څرگند کړ چې دامنيتي مسووليتونودمنلوپه وړاندې ستونزه نشته اوافغان امنيتي ځواکونه ددغو مسووليتونودمنلوپه حال کې دي اوددفاع اومستقلانه دندو اجراکولو ته چمتو کيږي . دغه راز دناټو ددفاع دوزيرانو په غونډه کې چې پرون پاى ته ورسيده دناټوسرمنشي راسموسن  وويل : له  ٢٠١٤ کال وروسته چې له افغانستان څخه دوتلو دپروګرام دبشپړيدو وخت دى  په دغه هيواد کې به امنيتي تشه رامنځته نه شي  او ويې ويل په ټينګارسره دغه خبره  تکرارو چې امنيتي تشه به شاته پرې نږدو موږ دوتلولپاره ستراتيژي طرحه کړې چې دهغې له مخې عمل کوو.

 ددغې طرحې له مخې موږ په افغانستان کې پياوړي دفاعي ځواکونه  چې دايساف ځاى ډک کړي .

دامريکا ددفاع وزير ليون پنيتا په دې ترڅ کې چې دتروريزم پرخلاف په مبارزه کې دنړيوال ايتلاف دځواکونو دعسکرو دکارنامو يادونه وکړه ويې ويل  چې موږ په افغانستان کې  دخپلو عسکرو توې شوي وينې  نه بې ځايه کوو  موږ په افغانستان کې خپل پوځي ماموريت  پاى ته رسوو خو دابه مسوولانه پاى وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته