کابل باختر د وږي دوه ويشتمه :
دملي دفاع وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دهېواد په ځينو ولايتونوکې دڅه ناڅه سلو تنو ډار اچوونکو دوژل کيدو خبرورکړى دى .
دباختراژانس دخبر له مخې ، په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې دننګرهار ، غزني ، قندهار ، روزګان ، غور ، تخار ، بغلان ، کندز ، او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ګډ عمليات ترسره شوي دي . چې له امله يې يوسلو اووه تنه ډار اچوونکي وژل شوي او يوشمير نور هم ټپيان شوي دي .
په خبرپاڼه کې دغه راز ويل شوي دي چې ددغو عملياتوپه بهير کې دملي اردو څلور تنه منسوبين شهيدان شوي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ