دملي دفاع وزارت وياند: ډاراچوونکو ته په قندهار ، تخار او فراه ولايتونو کې د سر دروند واوښت
کابل باختردکب دمياشتې٢١ نيټه :
د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال دولت وزيري دحکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې خبريالانو ته وويل ؛ په تيرو ٢٤ ساعتو کې١٧١ تنه ډاراچوونکي دکوماندو د ځواکونو او د هوايي ګوزارونو له امله وژل شوي دي.
د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ د ملي دفاع وزارت وياند دغه راز وويل ؛ ٥٤ تنه ډاراچوونکي د قندهارپه ميوند ولسوالۍ ، ٤٣ تنه ډاراچوونکي د دتخارولايت دخواجه بهاوالدين، ينګي قلعه او درقدرپه ولسواليو،٤٢ تنه ډاراچوونکي د فراه په بالابلوک ولسوالۍ ، ١٠ تنه ډاراچوونکي د هلمند ولايت په نهرسراج، نادعلي او واشيرولسواليو کې ، دداعش د ډلې ٦ تنه غړي د ننګرهار ولايت په نازيانو اوکامې ولسواليو کې ، ٦ تنه ډاراچوونکي دلغمان په بصرام ساحه کې ، ٤ تنه ډاراچوونکي دکابل د سروبي ولسوالۍ دوريښمو دتنګي په ساحه کې ، ٣ تنه ډاراچوونکي دکاپيسا ولايت په تګاب او نجراب ولسواليو او ٣ تنه ډاراچوونکي دغزني ولايت په اندړو ولسوالۍ کې ووژل شول.
وزيري وويل ؛ سر بيره پردې ١٢٦ ډارچوونکي په دغو عملياتو کې ټپيان شوي او ١١ تنه نور يې نيول شوي دي .
دملي دفاع وزارت دوياند دڅرګندونوله مخې ؛ ١٣ يرغليز عمليات همدا اوس د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونوله خوا په لسو ولايتونو کې دوام لري ، دکوماندو ځواکونوقطعاتو په تيرو٢٤ساعتو کې ٢٩ يرغليز عمليات د هېواد په يوشمير ولايتونو کې ترسره کړي دي او ددښمن دپټنځايونو د له منځه وړلو په مقصد ١٣ هوايي ضربې هم تر سره شوي دي.
ده دغه راز وويل ؛ د ملي اردو د انجينرۍ دټيم د تيرو ٢٤ساعتو په بهيرکې ٥٩ ماينونه چې د وسله والو ډاراچوونکوله خوا په يو شمير ځايونو کې ځاى پرځاى کړاى شوي و کشف اوشنډکړل.
تورنجنرال وزيري دغه عمليات د لغمان ، ننګرهار، غزني ، زابل ، فراه ، فارياب ، قندهار، پکتيکا، بغلان ، تخار، نيمروز او دهلمند په ولايتونو کې بريالي وبلل او ويې ويل ؛ دغه عمليات په برياليتوب سره دوام لري.
پاى ذکرالله