کابل – باختر د کب دمياشتې ١٨
دملي دفاع وزارت وياند وايي بريدګر تروريستان دسردارمحمدداوودخان روغتون ته ننوتي دي اوپه ډيرې چټکۍ سر ه به وځپل شي.
جنرال دولت وزيري دباخترآژانس خبريال ته وويل ؛ نن سهار د ٩ بجو شاوخوا کې دهېواد يوشمير دښمنانو او يرغلګرو تروريستانو دډاکترانو له طبي يونيفورم څخه په استفادې سره دسردارمحمد داوود خان په روغتون بريدکړى چې دهېواد دامنيتي ځواکونو اوتروريستانو ترمنځ جګړه دوام لري او ددښمنانو دځپلو په مقصد ځانګړي کوومکي ځواکونه ساحې ته ليږدول شوي دي.
دملي دفاع وزارت دهېواد خلکو ته ډاډ ورکوي چې دملي اردو زړور ځواکونه به په ډيرې چټکۍ سره دغه تررويستان له منځه يوسي.
2 د یوې دقیقې څخه لږ