امنیت

دملي دفاع وزارت وياند : دجوړوشويو تصويرونو خپرول ژورناليزم ته دبې ننګۍ داغ دى .

کابل باختر د وږي د مياشتې  ٧  :
دملي دفاع وزارت وياند  دجعلي او دملي اردو  دمنسوبينو  جامو ته له ورته والي پرته  دتصويرونو خپرول  سرتيرو او دهېواد رښتينو مدافعانو ته سپکاوى بولي .
درارسيدلو خبرونوله مخې : يوې رسنۍ  دمبهمو تصويرونو په خپرولو سره  د جوزجان و لايت په قوش تيپه کې يوشمير وژل شوي کسان دملي اردو په سرتيرو پورې نسبت ورکړى دى   .
دملي دفاع وزارت وياند دولت وزيرى وايي  چې وژل شوي کسان  په داسې جامو سمبال دي چې دملي اردو دمنسوبينو له  جامو سره هيڅ راز ورته والى نلري .
ده ددغه شان  جوړو شويو تصويرونو خپرول د ژورناليزم مسلک ته بې شرمي   او هغو سرتيرو ته سپکاوى بولي چې شپه او ورځ دخلکو او هېواد ددفاع په تودو سنګرونو کې دي او دخلکو دامنيت دفاع کوي او دهغوى دسپکاوي وړ نه  بلکې دستاينې وړ دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته