امنیت

دملي دفاع وزارت : وسله والو طالبانو ته دسردروند زيان اوښتى دى .

کابل باختر د لړم لسمه :

دملي دفاع وزارت ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دهيواد په بيلابيلو  سيموکې ډار اچوونکو ته دسر دروند زيان  داوښتو خبر ورکړ .

په هغې خبرپاڼه کې چې باختر اژانس ته رسيدلې  ده ويل شوي دي  چې ددغه وزارت  پوځيانو د ننګرهار ولايت  داچين  ، دغزني ولايت  دواغز ،  دروزګان ولايت  ددهراود ، دقندهار ولايت  د ميوند او غورک  دکندز ولايت د ارچي  او خان اباد دولسواليو  او د  هلمند ولايت  دلښکرګاه ښار  په مربوطاتو کې  ترسره کړي دي  ډار اچوونکو ته  دسردروند زيان اوښتى دى .

دغه راز په دغو عملياتو کې يوشمير ډار اچوونکي ټپيان شوي او يوشمير نور يې نيول شوي دي او ددښمن يوه اندازه وسله ،  ددرندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات  په عمليات کې  دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلى دى .

دغه راز په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دملي اردو څلور تنه عسکر  دامنيتي دندو  دترسره کولوپه بهير کې  دوسايطو ضد  ماينونودچاودنې  او دهيواد په بيلابيلو ساحو کې ددښمن ددرندو  وسلو  دډزو له امله وژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته