کابل باختردوري دمياشتې ٢٨ :
دملي دفاع وزارت مقامات وايي هغه پيښې چې پرون په کابل اودهيواد په نورو سيمو کې رامنځته شوي په نورستان و لايت کې له وروستيو تصفيوي عملياتو سره تړاو لري خودښمن هغو هدفونو ته چې ټاکلي يې و ونه رسيد.
دباختراژانس دخبرله مخې، دملي دفاع وزارت داوپراسيون رييس تورنجنرال افضل امان چې نن يې دکابل د ١١١ فرقي له قوماندان جنرال قدم شاه سره په يوه ګډه خبري غونډه کې خبري کولى څرگند ه کړه ،پروني بريدونه په نورستان ولايت کې له تصفيوي عملياتو او وروستيو پرمختياوسره تړاو لري په نورستان کې جګړه ماران له سختي ماتې سره مخامخ شول . پروني پيښې په ځنځيري ډول ترسره شوي چې ټول ټال دري ديرشو تنو جګړه مارانو پکې ګډون کړي و.
دملي دفاغ وزارت دغه مقام وايي يرغلګرو پرون له غرمې وروسته په يوه نيمه بجه خپل بريدونه دپکتياکوټ له ساحې څخه پيل کړل يرغلګر په داسې حال کې چې په ښځينه جامو سمبال وو ديو سراچه موټر په واسطه ساحې ته ليږدول شوي وو. په پکتيا کوټ کې ديرغلګرو شمير څلورو تنو ته رسيده چې ډير ژر وځپل شول .
دغه راز شپږتنه يرغلګر په شيرپور اوڅلورتنه نور په دارلامان واټ کې په بريدلاس پوري کړ چې په پاى کې ټول يې وځپل شول .
دغه راز ده دلوګر ، پکتيااو ننګرهار په ولايتونو کې دتروريستانو دبريدونو دڅرنګوالي په باب معلومات ورکړل.
جنرال امان ټينګار وکړ چې دپرونيو پيښو په بهيرکې دملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان اولس تنه نور پوځيان ټپيان شوي دي .
ده په دارلامان واټ کې دعملياتو دځنډني کيدو علت دجګړه مارانو له خوا ديوې کورنۍ يرغمل نيول وبلل چې دا کارددې سبب شو چې امنيتي ځواکونه دعمل ګړنديتوب کمزوري کړي اوپه احتياط سره عمل وکړي ، ويل شوي دي چې دغه کورنۍ وژغورل شوه .
دملي دفاع وزارت مقاماتو وويل جګړه مارانو ونه کړاي شول له هغو دروازو او امنيتي کمربندڅخه چې مسووليت يې دملي اردو په غاړه دى وسلې اومهمات تيرکړي له شک پرته يرغلکرو له هغو وسلو څخه چې په کابل کې يې لرل استفاده کړې ده او يادا چې دهغو موټرو په انډيو کې چې بار وړونکي وسايط يې ښار ته ليږدول ،ليږدول شوي دي .
ديادونې وړ ده چې دغه مسوولين دغو پوښتنو ته چې تروريستان په څه ډول کابل ته ننوتل اوددغه ښار له کومو امکاناتو څخه يې استفاده وکړه ولي کشفي او امنيتي ادارو ونه کړاي شول له مخکې ددغو بريدونو مخه ونيسي
روښانه ځواب ورنه کړ.