![Default Placeholder](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2020/10/Default-placeholder-1-780x470.png)
کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال په کابل کې دبوسنيا له نا استوګن سفير سره په کتنه کې د دواړو هيوادونو ترمنځ دهمکاريو دپراختيا په باب خبرې وکړې .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو د علاقې وړ موضوعګانو په باب خبرې وکړې.
په دې کتنه کې دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال څارنپوه عنايت الله نظري وويل : بوسنيا دنړيوال ايتلاف دځواکونو په چوکاټ کې په افغانستان کې دامنيت د تامينولو او بياجوړولو او دافغانستان دامنيتي ځواکونو په تيره بيا دملي اردو
د روزنې په لاره کې ستر او ارزښتناک رول لوبولى دي .
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال په مډرنو او درندو وسله دهېواد دملي اردو سمبالول ، د هوايي پوځي پياوړي کول ،د ماين دانجينرۍ پراختيا او د رادار دسيستم جوړول مهم موارد وبلل چې دملي اردو د لازياتې پياوړيتا په لاره کې ورته اړتيا ده.
په همدې حال کې دبوسنيا نااستوګن سفير ژمنه وکړه چې متبوع هيواد يې
له افغانستان سره د همکاريو په دوام ژمن دى او په تيره بيا دهيواد دملي اردو دځواکونو د روزنې په شان مواردو کې په د بوسنيا مرستې دوام ومومي.