کابلباختردميزان٣
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال دسويډن د اردو له لوى درستيز سره په کابل کې وکتل او د امنيتي ، د ملي اردو دپراختيا او دهيواد دامنيتي مسوليتونو دليږدونې دپړاونودتطبيق دمسئلو په باب يې خبرې وکړې .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ : په دي کتنه کې دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال څارنپوه عنايت اله نظري دامنيتي حالاتودملي اردو دمنسوبينودظرفيتونو اومسلکي ځواکمنتياو دلوړوالي ،دامنيتي مسوليتونو د منلواو دملي اردو دبرياليتوبونوپه باب خبرې وکړې او ويې ويل افغان امنيتي ځواکونه په تيره بياملي اردو ددفاعي ځواکمنتياو هغې اندازې ته رسيدلي چې دخپل هيواد امنيتي مسوليتونه په مستقلانه اوبرياليتوب سره په غاړه واخلي .
دملي دفاع وزارت لومړي مرستيال يادونه وکړه راتلونکى کال دافغانستان دخلکو لپاره مهم کال دى چې دوه مهمي پيښې به په مخکې ولرو يو د امنيتي مسوليتونو د ليږدونې د بهير بشپړيدل اوبل دجمهوري رياست د انتخاباتو ترسره کول چې دملي دفاع وزارت له نورو امنيتي ارګانونو سره دانتخاباتودبهيردامنيت دتامينولو په لاره کې لازم تدبيرونه نيولي دي .
ده دنړيوالې ټولنې دهيوادونو له خواد ملي اردو دځواکونودسياسي اولوژستيکي ملاتړ په دوام باندې ټينګاروکړ.
دسويډن لوى درستيزاو د دغه هيوادسفيرهريود خبرو په ترڅ کې ډاډ ورکړ چې د دوي حکومت اوخلک دافغانستان د خلکودملاتړ په لاره کې به په خپلوژمنو ولاړ وي او له ٢٠١٤ کال وروسته هم په بيلا بيلو برخو کې په له افغانانو سره مرسته وکړي
0 1 دقیقه لوستل