سیاست

دملي دفاع وزارت سرپرست له اسوشيتد پرس سره په مرکه کې : طالبانو او دپاکستان داستخباراتو ګوډاګيان دبې سرحده ډاکترانو له روغتون څخه استفاده کوله .

کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
سره له دې چې  په کندز کې  دبې سرحده ډاکترانو په روغتون دبريد دڅرنګوالي په اړوند څيړنې دوام لري  د ملي دفاع وزارت سرپرست وايي  چې طالبان  او دپاکستان داستخباراتو ګوډاکيان په دې روغتون کې پټ شوي و .
خصوصي رسنيو  دملي دفاع وزارت دسرپرست  محمد معصوم  ستانکزي له خولې ويلي دي  په کندز ښار کې  دبې سرحده ډاکترانو دسازمان روغتون  په دې دليل چې  له دولتي ځواکونو سره   دښکيلو پوځي مليشو له خوا  داستفادې وړ ګرځيدلي و ،  دامريکايي ځواکونو له خوا بمباري شو .
  ښاغلي ستانکزي اسوشيتد پرس ته ويلي دي  چې وسله والو طالبانو او په احتمالي ډول دپاکستان د اردو داطلاعاتو دسازمان ګوډاګيانو په کندز ښار کې دبې سرحده ډاکترانو  دسازمان دروغتون له تاسيساتو څخه ديو خوندي ځاى په توګه استفاده کوله .
  خو  دبې سرحده ډاکترانو سازمان په وار وار  په دغه روغتون کې دوسله والو طالبانو شتون ردکړى دى .
  دملي دفاع وزارت سرپرست وايي چې  په طالبانو پورې  يو اړونده بيرغ  دروغتون  دودانۍ  په ډيوال کې  ځړول شوى  و .  اودغه روغتون هغه ځاى دى چې دوى غوښتل  له هغه څخه دخوندي ځاى په توګه کار واخلي ځکه  ټول په دې پوهيږي  چې نړيوال امنيتي ځواکونه  او زموږ پوځيان  ديو روغتون پرخلاف  اقدام کې  له زيات احتياط  څخه  کار اخلي . 
دى وايي  چې له دغې ودانۍ څخه  دهغو کسانو له خوا استفاده کيده  چې له  هغې څخه يې  دنښتې لپاره  استفاده کوله . هم په طالبانو پورې اړوند کسان او هم  دپاکستان داردو  داطلاعاتو دسازمان غړي  او بل هرڅوک  چې وي .
ديادونې وړ ده چې دبې سرحده ډاکترانو سازمان  دغه شان ادعاګانې  ردې کړي دي  او ټينګار کوي  چې په دې اړوند دحقيقت موندلو يو هيئت موظف کوي 
دغه راز  دکندز په روغتون دبريد په باب  هم دافغانستان دولت او هم ناتو څيړنې کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته