دملي دفاع وزارت سرپرست دامريکا ددفاع وزارت له مرستيال سره وکتل .
کابل باختر د لړم لومړي:
دملي دفاع وزارت سرپرست نن په مادي او تخنيکي چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت له مرستيال سره په کابل کې وکتل .
دملي دفاع وزارت دويندوى مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،
په دې کتنه کې دواړو لورو دملي اردو له ځواکونو سره دمرستې دڅرنګوالي او ددغو ځواکونو دظرفيت دلوړولو په باب خبرې وکړې .
دملي دفاع وزارت سرپرست دملي اردو دځواکونو روزنه اوسمبالول دافغانستان داسلامي جمهوريت ددولت يو اساسي هدف وباله او څرګنده يې کړه چې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس امنيتي او دفاعي ځواکونو سمبالښت ته دخپلې پاملرنې په مرکز کې ځاى ورکړې ده .
ده دغه راز زياته کړه چې دهيواد امنيتي او دفاعي ځواکونو لازمې وړتياوې پيداکړي دي او په تير يوکال کې په يوازيتوب سره دامنيتي چلنجونو په وړاندې دريدلي دي .
له بلې خوا هم په مادي او تخنيکي چارو کې دامريکا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت مرستيال دافغانستان له امنيتي او دفاعي ځواکونو په تيره بيا له ملي اردو سره دخپل هيواد دمرستو ددوام خبر ورکړ او زياته يې کړه دافغان امنيتي ځواکونو په تيره بيا دملي اردو پياوړتيا اوسمبالول زموږ يو مهم او اساسي هدف دى .
ده زياته کړه په ملي اردو کې وړتيا امريکا او نړيوالې ټولنې ته دستاينې وړ ده اوداکار ددې سبب شوى دى چې ددغو ځواکونو په نسبت دنړيوالې ټولنې باور څوبرابره زيات شي .