دملي دفاع وزارت : د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې ډاراچوونکو ته د سر دروند زيان واوښت

کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
د ملي دفاع وزارت خبرځايونه وايي چې په تيرو٢٤ساعتوکې دکوماندودځانګړو ځواکونو او  دامنيتي او دفاعي ځواکونو په  هوايي او ځمکنيو بريدونو کې شپږ ويشت تنه ډاراچوونکي  ووژل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې ؛ د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال بريدجنرال محمدرادمنش چې نن  يې دحکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې خبرې کولې وويل ؛ له دغو وژل شويو کسانو څخه ١٢ تنه يې د فراه ولايت په مرکز او خاک سفيد ولسوالۍ  کې ، شپږ تنه  د روزګان ولايت  په مرکز ترينکوټ  کې ، څلورتنه د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کې ، درې تنه دفارياب ولايت په پښتون کوټ ولسوالۍ کې او يوتن بل   ډار اچوونکي د غزني ولايت په  مقر ولسوالۍ کې وژل شوي دي.
د دغوشپږويشتو تنو  ډاراچوونکو په  وژلو برسيره شل تنه  نور ډاراچوونکي په دغوعملياتوکې ټپيان شوي  او د دوو تنو مشکوکوکسانوپه ګډون  ١٧ تنه نيول شوي دي.
دغه راز دملي اردو د انجينرۍ ټيم په  تيرو ٢٤ ساعتو  کې  ٣٨ ماينونه  چې دوسله والو ډاراچوونکوله خواپه ځينو ځايونو کې  ځاى پرځاى کړاي شوي و کشف اوشنډکړل.
رادمنش وويل دغه راز يوولس يرغليز عمليات د دفاعي او امنيتي ځواکونو له  خوا په  لسو ولايتونو کې دوام لري او دکوماندو دځواکونو قطعاتو  ٦٩ يرغليز عمليات په تيرو ٢٤ ساعتو کې  په يوشميرولايتونو کې ترسره کړي  او د دښمن په سنګرونو د هوايي ځواکونو له خوا هم شپږ  ځپنده ګوزارونه  ترسره شوي دي.
دملي دفاع وزارت د وياند مرستيال  دامنيتي او دفاعي ځواکونو دغه عمليات  په ننګرهار، پکتيا ، روزګان ، فراه ، بادغيس ،  فارياب ، بغلان ، بدخشان اود هلمند په ولايتونوکې له  لاسته راوړنو ډک وبلل او دغه عمليات په برياليتوب   سره  دوام لري.
پاى ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته