امنیت

دملي دفاع وزارت دهوايي پوځ ديو جنرال دمړينې له امله خواشينې څرگنده کړه

کابل – باختر دليندۍ دمياشتې ١٩
دملي دفاع وزارت  دهوايي پوځ ديو جنرال دمړينې له امله خواشينې څرگنده کړه
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دهوايي پوځ يو مجرب او مسلکي افسر بريدجنرال  پيلوټ سيدموسي  دهغې ناروغۍ له امله چې ور پيښه شوې وه  پرون  د  ٧٧  کلنې په عمر وفات شو.
بريد جنرال پيلوټ سيدموسي په  ١٣١٤ هجري لمريز کال کې  دکابل ولايت په ګلدرې ولسوالۍ کې و زيږيد او دښوونځې له  لومړنۍ  دورې وروسته په  حربي ښوونځې  کي شامل شو اوپه برياليتوب سره يې  خپلې زده کړې پاى ته ورسولې او دپيلوټي په څانګه کې دتحصيل ددوام لپاره له هيواد څخه بهر ته واستول شو  اوپه  ١٣٣٩ کال کي  د دويم بريدمن په توګه  د پيلوټي په دندې و ګومارل شو .
ارواښاد کلونه کلونه په هوايي پوځ کې  دپيلوټ دمعلم پيلوټ په توګه  دخدمت جوګه شو .
د ده مړينه  ملي اردو  او  زموږ ګران هيواد ته يوه ضايعه بلل کيږي .
دملي دفاع وزارت  متوفي ته  دفردوس جنت اودده کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو ته دجميل صبر هيله کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته