دملي دفاع وزارت خبرتيا

کابل  باخترمرغومي دمياشتې  ٢١ :
دملي دفاع وزارت خبرتيا
دملي دفاع وزارت دفاعي پوهنتون د خپلو تعليمي اوتحصيلي موسسو د تدريسي ديپارتمنتونو لپاره په شرايطو  برابرښځينه او نارينه  استادان  چې د تحصيل درجه يې له ماسترى څخه کمه نه وي؛ په دغو څانګو  د استاد په توګه مني:
١-دکالج د قوماندانيت اوقرارګاهي ستراتيژيک کورس لپاره د حقوقو، اقتصاد ، ټولنيزو علومو  او د انګليسي ژبې په څانګوکې.
٢-دپوځي ملي اکاډمي لپاره دحقوقو ،کمپيوټرساينس، دهيواد دملي ژبو او انګليسي ژبې، فزيک، منجمنت او رهبريت ، اقتصاد ، تاريخ ،  فزيکي جغرافيه  اوپه نورو اکاډميکو څانګو کې.
٣-دحربي ښوونځى لپاره د فزيک، کيميا، انګليسي، دري ، کمپيوټر ساينس ،
تفيسرشريف،  اسلامي روزنې، تاريخ ،  مدني معلومات ،الماني ، فرانسوي
،ترکي اود روسي ژبو په څانګو کې .
هغو اشخاصو ته چې د ډاکتر او ماستري تحصيلات ولري؛ د لومړيتوب حق ورکول کيږي.
نوم ليکنه دمرغومي له څلرويشتمې څخه د سلواغې تر اتمې نيټې پورې دملي دفاع  وزارت د پرسونل او تعليماتو معاونيت د ښوونې او روزنې په رياست کې ترسره کيږي  او ازموينه د سلواغې د مياشتې په لسمه نيټه اخيستل کيږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته