کابل- باختر دکب دمياشتې ٥
د ملي دفاع او دکورنيو چارو د وزارتونو ويندويانو نن په يوه ګډه خبرې غونډه کې دکونړ ولايت د غازى آباد د پيښې په باب چې يوويشت تنه سرتيرې پکې شهيدان شول څرګنده کړه چې د هيواد امنيتي مرکزونه به ددغه عمل دځواب لپاره چوپ پاتې نه شي.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې خبرې غونده کې دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال ظاهر عظيمي وويل : دملي اردو منسوبينو او دسلګونو تنو کورنيو او بهرنيو جګړه مارانو ترمنځ په څلور ساعته نښته کې چې ديکشنبې د سهار دريو بجو په شاوخوا کې دکونړ ولايت د غازى آباد په پوستو پيل شو او ٢١ تنه سرتيرې شهيدان درى تنه ټپيان او پنځه تنه نور تراوسه پورې بيدرکه دي .
ده زياته کړه په دې نښته کې د دښمن څو مړي چې بهرنۍ ډار اچونکي هم پکې دي دملي اردو په واک کې دي او داکار د دې ښکارندوى دى چې زموږ د ملي اردو سرتيرو د هيواد دملي نواميسو او ارزښتونو د ساتنې په خاطر څومره ميړانه وکړه او خپل خوږ ژوند يې دهيواد د دفاع په لاره کې قرباني کړ .
دغه راز دکورنيو چارو وزارت ويندوى صديق صديقى هغه آوازې چې ګڼې دامنيتي ځواکونو په ليکو کې د دښمنانو لاسونه کارکوي ردې کړې او ويې ويل
په هيڅ پوځي قطعه او امنيتي پوسته کى دمخالفينو افرادو درز نه دى کړى او دغه رواني او تبليغاتي جګړه ده چې ګڼې زموږ امنيتي ځواکونه دهيواد او دخلکو د دفاع وړتيا نه لري ، زموږ له امنيتي مرکزونو سره يوه جفا ده .
دغه راز په دې خبري غونډه کې ددغو وزارتونو ويندويانو دغازى آباد دپيښې په باب دکونړ ولايت دمسوولينو په څرګندونو انتقاد وکړ.
په دې خبري غونډه کې ظاهر عظيمي د راتلونکي کال په پسرلي کې د عقاب دعملياتو د وروستي پړاو خبر ورکړه ويې ويل دعقاب په نامه عمليات چې اتلس مياشتې مخکې پيل شوې وو دمخالفينو له شتون څخه دسيمو د پاکولو په مقصد دامنيتي مرکزونو په ګډو هلو ځلو سره د راتلونکى کال په پسرلي کې ترسره او دښمن ته به وخت ورنه کړى شي چې زموږ د هيواد او په خلکو پرخلاف په تروريستي او ورانکارو عملونو لاس پورې کړي.
0 1 دقیقه لوستل