کابل باختر د زمري پنځه ويشتمه :
دزمري دمياشتې داته ويشتمې دهېواد دخپلواکۍ دبيرته ترلاسه کولو داته نوي يمې کاليزې په وياړ نن دملي تياتر په تالار کې دکلمه قرن په نامه دتياتر ننداره اجرا شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې دکلمه قرن سناريو دملي تياتر دليکوال عبدالکريم رحماني له خوا ليکل شوې ده اودهېواد دخپلواکۍ دتاريخ او دافغانستان دخپلواکۍ دبنسټ ايښودونکي شاه امان الله خان غازي د ژوندانه بيلابيل اړخونه نندارې ته وړاندې کړي دي
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري په هغو مراسموکې چې ددغه تياتر دنندارې په خاطر دشاه امان الله خان غازي دلور ميرمن هنديا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکارانو او رييسانو ، دتياتر ديوشمير هنرمندانو او ميلمنو په ګډون جوړه شوې وه خبرې وکړې او ددې تر څنګ چې دتياتر ددغې نندارې دبرابرولو په خاطر دملي تياتر رياست دمسوولانو او کارکوونکو قدرداني وکړه او څرګنده يې کړه چې دهېواد استقلال دافغانستان دخلکو يو ملي ارزښت و چې په هيڅ نظام کې نه بدليدونکي دى او درناوي او نمانځنه يې يومهم کار دى.
دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ژمنه وکړه دکابل نندارې دتالار دترميمولو او بيا جوړولو په برخه کې به چې له کلونو کلونو راپديخوا داستفادې وړ نه دى پرله پسې هلې ځلې وکړي
پوهاند باوري افغاني موسيقي هم دهېواد دارزښتناکو هنرونو له جملې څخه وبلله او دموسيقۍ رياست هنري فعاليتونه يې هم وستايل
په دغو مراسمو کې دملي تياتر سرپرست سيد منصور رحماني دکلمه قرن تياتر دنندارې په اړوند معلومات ورکړل او هم يې دملي تياتر دهنرمندان هلې ځلې چې په محدودو امکاناتو سره بيا هم پرله پسې هڅه او هاند کوي وستايلې او دهېواد دغه هنري بنسټ ته يې دچارواکو دزياتې پاملرنې غوښتنه وکړه
دغه راز دملي تياتر دهنرمندانو له خوا دتياتر دنندارې له اجرا کولو وروسته دموسيقۍ رياست هنرمندانو دموسيقي پارچې او نوې او په زړه پورې هېوادنۍ سندرې اجرا کړې .
0 1 دقیقه لوستل