اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د ۷،۴۴ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۶۸ تدارکاتي مورده منظور کړل

کابل باخترد چنګاښ  نولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د ملي تدارکاتوکمېسیون غونډې د ۷۳ تدارکاتي موردو د ارزونې په پایله کې د ۷،۴۴ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۶۸ تدارکاتي مورده منظور شول چې په لاندې ډول دي:
• د فواید عامې وزارت اړوند د دایکنډي ولایت نیلي ښار د سړک جوړولو پروژې قرارداد؛
• د کلیو پراختیا وزارت اړوند د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو د اوبو رسولو شبکې پروژې قرارداد؛
• د کابل ښاروالۍ اړوند د سړک د غاړې لښتي جوړولو ترڅنګ په کانکریټي ډول د دشت برچي د ۱۲،۳۸ کیلومتره فرعي سړک جوړولو قرارداد؛
• د دولت په دولت قرارداد له ډلې له ازبیک ټېليکام سره د GB ۱۰  انټرنیټ قرارداد؛
• د عدلیې وزارت د دفترونو لپاره د یوې ودانۍ کرایه کول؛
• د ستارې او عبدالهادي داوي عالي لېسو او د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ودانۍ د ترمیماتو قرارداد؛
• د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي د کور او دفتر د ترمیماتو قرارداد؛
• د مالیې وزارت اړوند د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر د مشورتي خدماتو د پروژې قرارداد؛
• د کورنیو چارو وزارت اتمې برخې د اړتیا وړ دوه قلمه غوښې د تدارک قرارداد؛
• د پولیسو د قطعاتو د دویمې او درېیمې برخې د اړتیا وړ ۱۳ قلمه حبوباتو د تدارک قرارداد؛
• د کورنیو چارو وزارت اوومې برخې د اړتیا وړ ۳ قلمه سون لرګیو د تدارک پروژې قرارداد؛
• د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ یو قلم اعاشوي توکو (غوړیو) د تهیې او تدارک قرارداد؛
له بله پلوه د (BPHS) اساسي روغتیايي خدمتونو د عرضې ۱۸ قراردادونه د بیې لوړوالي د مودې تمدید دویمې شمېرې تعدیل او د (BPHS) اساسي روغتیايي خدمتونو د عرضې ۱۶ قراردادونو د بیې لوړوالي د مودې تمدید لومړۍ شمېرې تعدیل او د عامې روغتیا وزارت اړوند په ۳۱ ولایتونو کې د (EPHS) روغتونونو د خدمتونو د عرضې ۱۵ قراردادونه  د ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړل.
پردې سربېره د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو د ۲۶ سایټونو د برېښنایي سیستم جوړولو په خاطر د (Main-Link) انټرنیټي خدمتونو د عرضې پروژې (د لوړې بیې سره د مودې غځولو) د تعدیل د منظورۍ غوښتنه او د ګمرکونو د ۱۹ سایټونو د برېښنایي سیستم جوړولو په خاطرد (Back-Up-Link) انټرنیټي خدمتونو د عرضې پروژه ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
د پوهنې وزارت اړوند په کابل ولایت کې د ملا تره خیل دوه بلاکه مدرسې د ۱۱۳۶ کسېزه لیلیې د ودانۍ جوړولو پروژې د مودې د غځېدو د منظورۍ د تعدیل غوښتنه او فواید عامې وزارت اړوند د سالنګ لویې لارې د بیا رغاونې لپاره د پروژې ډېزاین د قرارداد د ورکړې غوښتنه او د ۲۰۳  تندر قول اردو اړتیا وړ ۵ قلمه تازه مېوې د تدارک قرارداد په اړه د ملي دفاع وزارت غوښتنه د ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.
پر دې سربېره دملي تدارکاتو کمېسیون د وکړو د احوالو د ثبت مرکزي ادارې اړوند د تخنیکي او معلوماتي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو د تدارک قرارداد او د هرات ولایت د پاشدان بند د جوړولو په اړه د اوبو او انرژۍ وزارت د وړاندېزونو د غوښتنې قرارداد هم منظور کړل.
د ملي دفاع وزارت د صحیه ستر درستیز قوماندانۍ د اړتیا وړ ۳۸۷ قلمه درملو او طبي توکو د قرارداد په اړه د ملي دفاع وزارت غوښتنه د لا زیاتې محاسبوي ارزونې په موخه بېرته وګرځول شوه.
دغه راز د پایتخت زون د پراختیا خپلواکې ادارې اړوند د حامد کرزي بین المللي هوایي ډګر د استحکاماتو د جوړولو پروژې، د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د  ګلبهار ـ پنجشیر انتقالي لین او د پنجشیر سب سټیشن د تمدید پروژې قراردادونه د وړاندېز شویو قراردادونو د لا زیاتې ارزونې په موخه بېرته وګرځول شول.
دملي تدراکاتو کمېسیون د ضمني خدمتونو پروژې د ساتنې او څارنې او تدارکاتي اجناسو د ورکړې، د جنراتورونو د ساتنې او مراقبت او د تاسیساتو د وړاندېز شویو ترمیماتو، د عامه امن او نظم قوماندانۍ او د سرحدي عمومي قوماندانۍ د اسانتیاو او تجهیزاتو  د قرارداد غوښتنه د لا زیاتې څېړنې په موخه وروګرځوله. پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته