اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۹ قراردادونه منظور کړل

قندهار باخترد زمري د میاشتې ۲۳ مه
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيالې کاملې صديقي قندهار ته د يوه  سفر په ترڅ کې د دغه ولايت د سوداګرو ستونزي، غوښتنې او وړانديزونه واورېدل.
د باختر اژانس د خبر له مخې:کابلباختر د زمري د مياشتې٢٣
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې کمېسیون د ۳۶۰ میلیونو افغانیو په ارزښت ۹ قراردادونه ‎منظور کړل، چې لاندې پروژې پکې شاملې دي:

– د کور جوړولو تصدۍ اړوند له وړاندې جوړو شویو ودانیزو توکو د فابریکې د شاپونو ترمیم او جوړول.
– د وروستي ډيزاین له ارزونې وروسته د افغاني ساختماني تصدۍ له لارې د پل خشتي جومات ترمیم او اساسي تحکیم،
– د عامې روغتیا وزارت اړوند د راډیولوژۍ انستیتوت د اړتیا وړ مصرفي توکو تدارک،
– د عامې روغتیا وزارت د اړتیا وړ شل زره سیټه هیمودیالیزونو تدارک،
– د استقلال روغتون د اړتیا وړ ۴۹قلمه تجهزات،
– د کورنیو چارو وزارت اړوند نقلیه وسیلو لپاره ۱۴۸قلمه پرزه جات،
– د ملي دفاع وزارت په ۱۲مالي واحدونو کې د لګښتونو د تعقیب او د بودجې د ترتیب لپاره د ډیټابیس ـ BPET قرارداد، د غوڅ ملاتړ د سیستیکا د ارزونې په شرط منظور شو.
– د ملي دفاع وزارت د مرکزي او ساحوي قطعاتو او جزوتامونو د تاسیساتو د ساتنې اوڅارنې په خاطر د بیو په زیاتولو سره د دوو برخو ‎تعدیل،
له بلې دخوا ملي تدارکاتو کمېسیون د فراه ولایت د جوی غلامان د باغ پل سړک د جوړولو پیشنهادي قرارداد د لا زیاتې ارزونې په خاطر بېرته ور وګرځاوه.
په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال محمدسرور دانش، د مالیې او عدلیې وزیرانو، د اقتصاد وزارت سرپرست، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولانو، د سیګار، د غوڅ ملاتړ د سیستیکا، د ولسي جرګې د مالیې او بودجې کمېسیون،له فساد سره د مبارزې کاکس، د افغانستان د روڼتیا څار او فساد سره د مبارزې شبکې څارونکو هم ګډون کړی وو.
 

په هغو مراسمو کې چې په همدې موخه پر ځای شوي وو،د قندهار د والي مرستيال عبدالحنان منيب د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د قندهاري سوداګرو د ستونزو د اواري په موخه يې هڅي پيل کړي دي.
هغه زياته کړه که د سوداګرۍ په وړاندې پراته خنډونه له منځه يوړل شي ،نونه يوازي د قندهار بلکې د ټول هيواد سوداګري به پراختيا ومومي.
د سوداګرو په استازيتوب د افغانستان د سوداګرۍ د خونې مرستيال حاجي محمد يونس موهمند په صنعتي پارک کې سوداګرو ته د ځمکو پر ورکړه او بهرنيو هيوادو ته د صادارتو او الوتنو پر ښه تنظيم ټينګار وکړ.
هغه زياته کړه که بهرنيو هيوادو ته سم صادرات وشي، نو لرې نه ده چې د هيواد سوداګري به پر پښو ودريږي.
په ورته وخت کې د قندهار د سوداګرۍ خونې رېيس حاجي نصرالله زهير وويل بيا د مستوفيت له خدماتو سر ټکوي،دي وايي په مستوفيت کې ترې لوړه ماليه اخيستل کيږي، او په ادارو کې بېلابېل خنډونه ورته جوړيږي چي دا د سوداګرۍ د پراختيا پر ځای محدوديت رامنځه ته کوي.
د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيالې کاملې صديقي د قندهاري سوداګرو ستونزي پر ځای وبللې او د دغه ولایت  سوداګري يې د هيواد د اقتصاد لپاره مهمه وبلله.
هغې  زياته کړه چې د سوداګرو ستونزې به له جمهور رېیس سره هم شريکې کړي  او د حل په موخه به يې خپله هم هڅې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته