اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د ۲،۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۴ تړونونه منظور کړل

کابل باختر دتلي  ديرشمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تير ماښام په ګلخاني ماڼۍ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
غونډې پر ۱۶ بېلابېلوتدارکاتي موضوګانو له هر اړخیز بحث وروسته  دڅه دپاسه ۲،۸ میلیاردو افغانیو په ارزښت لاندې ۱۴پروژې منظورې کړې:
• د فواید عامې وزارت اړوند د کندهار ولایت له ارغستان څخه تر معروف پورې د ۳۴ کیلو متر اوږد سړک د لومړۍ برخې جوړول؛
• د پوهنې وزارت اړوندپه پښتو او دري ژبو د ۱۲،۲ میلیونز ټوکو درسي کتابونو د چاپ پروژه؛
• د عامې روغتیا وزارت اړوند د ICU پروژې تر پوښښ لاندې د اړینو پاملرنو او عاجلو درملنو برخو د اړتیا وړ ۱۱۸ قلمو درملو د برابرولو او تدارک پروژه؛
• د مخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند د ۴۰ مېګاهرټزو په وړتیا د ABS7 سټلایټ په وسیله د سلام شبکې د ۱۲۰ سایټونو د نښلولو پروژه؛
• د مالیې وزارت اړوند د عامه او خصوصي مشارکت پروژو لپاره د لومړنیو مطالعاتو او څېړنو مشورتي خدمتونو پروژه؛
• د مالیې وزارت اړوند د هرات ولایت د ګمرک د ساحې د کانکرېټولو د پروژې تعدیل؛
• د ملي امنیت لوی ریاست اړوند د ۱۳۹۷/۱۳۹۸ مالي کلونو لپاره د مرکزي ادارو او نظامي قطعاتو د اړتیا وړ  یو قلم اوبلن ګاز  پروژه؛
• د ملي دفاع وزارت اړوند اوو برخو کې د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د ملي اردو  د ساحوي (عامه نظم سرحدي ځواکونو) د قطعاتو او مرکزي واحدونو د اړتیا وړ ۸۹ قلمه قرطاسیې پروژه؛
• د ملي دفاع وزارت اړوند د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د ستر درستیز روغتیایي قوماندانۍ د اړتیا وړ د ۲۹ قلمه طبي اړتیاوو د تړون د ورکړې وړاندیز؛
• د ملي دفاع وزارت اړوند د ستر درستیز د مخابرې ریاست د ستراتېژیکو ارتباطاتو شبکې د نوري فایبر کېبل د ۴۳ سایټونو د تمدید د قرارداد ورکړه؛
• د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د عامه نظم او ځانګړو قطعاتو په ګډون د پولیسو د ۴۰۴ميوند  زون د ځواک د اړتیا وړ  ۱۳ قلمه خوراکي توکو د برابرولو او تدارک قرارداد؛
• د کورنیو چارو وزارت اړوند د ۱۳۹۷ مالي کال لپاره د دوه قلمه غوښې (غویي او پسه) د برابرولو او تدارک د منظوري وړاندېز، د مرکز د اپاراتو د اړتیا وړ د ۱۵ قلمه خوراکي توکو د برابرولو او تدارک د منظوري وړاندیز او د ۲۰۲ شمشاد زون د قرارګاه او ولایتونو د اړتیا وړ  یو قلم غوښې د تړون د ورکړې د منظوري وړاندیز.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې د فوایدعامې وزارت اړوند د کندهار ولایت له ارغستان څخه تر معروف  ولسوالۍ پورې د ۳۴ کیلو متر اوږد سړک د لومړۍ برخې د جوړولو پروژې او د هغې د پر وخت منظورۍ بحث وشو. په غونډه کې  جمهور رئیس غني د دېته ورته پروژو د تدارکاتي پړاوونو د ځنډېدو د مخنیوي په موخه د وروستۍ ضرب الاجل پر ټاکلو هم ټینګار وکړ.
همدارنګه په غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د تحقق په اړه هم بحث وشو چې په کې د کابل ښاروالۍ اړوند د کابل ښار د ۴۰ کیلو مترو په اوږدوالي د سړک د ډیزاین او ډيزاین د مطالعاتو لپاره د مشورتي خدمتونو د پروژې د تړون د ورکړې د منظورۍ وړاندیز  هم ومنل شو. له بلې خواد ملي تدارکاتو کمېسیون د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د غنمو د کر  پروژې پر سب‎سایډۍ هم بحث و کړ چې د کمېسیون لخوا اړوندې ادارې ته بېرته ولېږدول شوه.
دملي تدارکاتو کمېسیون د غونډې په پای کې دمخابراتو او معالوماتي ټکنالوژۍ وزارت، د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې او د اوسپنې پټلۍ ادارې  پر پروژو هر اړخیز بحث  وکړ او په اړه یې ځینې لارښوونې وشوې.    
په دې غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون پر غړو سربېره د ملي شورا د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.#پاى-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته