کابل /دلړم ٢٧مه / باختر :
د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه د افغانستان د اسلامي جمهوریت دجمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ تېر ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
کمېسیون د ۵۹ تدارکاتي مواردو د بحث او ارزونې په پایله کې د ۸.۱ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۵۲ موارد منظور کړل چې لاندې پروژې په کې شاملې دي:
– د ترانسپورت وزارت اړوند د ترانس ـ هندوکش اتصالي سړک پروژې اړوند ۱۹٫۵۸ کیلومټر اوږد د بغلان ـ بامیان سړک جوړولو قرارداد؛
– د ترانسپورت وزارت اړوند د افغانستان د فضایي حریم د کنټرول، ساتنې او څارنې لپاره د مشورتي خدمتونو تدارک پروژې قراداد؛
– د کابل ښاروالۍ اړوند د سړکونو د کرښو اېستلو ماشینونو قرارداد؛
– د ازموینو ملي ادارې ته د سرې میاشتې ټولنې د یوې ودانۍ د کرایه کولو قرارداد؛
– د افغانستان برېښنا شرکت اړوند د کونړ اسعد اباد د برېښنا کوچني بند د بیارغاونې لپاره د اجناسو د تدارک او برابرولو قرارداد؛
– د ملي امنیت لوى ریاست د مرکزي ریاست د ادارو او نظامي قطعاتو د اړتیا وړ یو قلم وبلن ګازو د تدارک او برابرولو پروژې قرارداد؛
– د کورنیو چارو وزارت د قطعاتو او جزوتامونو د اړتیا وړ ۱۵۸۶ ډسکټاپ کمپیوټرونو د تدارک او برابرولو پروژې قرارداد؛
– د ملي امنیت لوى ریاست د نظامي قطعاتو او مرکزي ادارو اړتیا وړ پټرول تېلو د تدارک او برابرولو پروژې قرارداد؛
– د ارګ د ګلخانې ماڼۍ ۱۰ ډوله او د ملي پراختیا عملیاتي او حمایوي ادارې د ودانیو ساتنې او څارنې ریاست د اړتیا وړ قندیلونو د تدارک پروژې قرارداد؛
– د چوکاټي قرارداد پر بنسټ د پولیسو د قطعاتو او جزوتامونو اړتیا وړ لرګیو (څېړې او ارچه) د تدارک او برابرولو پروژې قرارداد؛
– د ملي اردو د ۷ برخو د قطعاتو او جزوتامونو د وسایطو او جنراتورونو اړتیا وړ پټرول تېلو د تدارک قرارداد؛
د ازموینو ملي ادارې ته د یوې ودانۍ د کرایه کولو پر پروژې د بحث پر مهال جمهوررئیس مالیې او د ښار جوړولو او ځمکو وزارتونو او کابل ښاروالۍ ته دنده وسپارله چې د ۶ میاشتو په جریان کې د دولتي جایدادونو کرایه وارزوي او راپور یې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.
سربېره پر دې د ترانسپورټ وزارت اړوند د ۷ کیلومټر اوږد د کابل ـ لوګر سړک جوړولو او د څارنې او ساتنې لپاره د مشورتي خدمتونو پروژې د تدارکاتي پروسې د فسخه کولو وړاندیز هم کمیسیون منظور کړ.
پر پروژو د بحث پر مهال د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د چارو مسوولینو ته څرګنده کړه چې خلک د مسوولو بنسټونو له لوري په سالم او اغېزمن ډول د پروژو د تطبیق انتظار لري، نو په همدې اساس د پروژو په عملي کولو کې هیڅ ډول ځنډ د منلو نه دی او بنسټونه مکلف دي چې په سالم ډول د خپلو پروژو د تطبیق لپاره جدي څارنه وکړي.
د پلازمېنې زون د انکشاف ادارې، د لویې څارنوالۍ د اوسني کمپلکس الحاقیه کې د درېیو بلاکونو جوړولو د کار پیل او د بودجې انتقال لپاره د لارښوونې وړاندیز وکړ چې د کمیسیون له لوري منظور شو.
جمهوررئیس د تدارکاتي بنسټونو مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په منظم او دوامدار ډول خپل تر کار لاندې قراردادونه سالم مدیریت کړي، ځکه په اغېزمن ډول د پروژو تطبیق د ملي وحدت حکومت کاري لومړیتوبونو اوله خلکو سره د حکومت له اساسي ژمنو څخه دی.
په دې غونډه کې، د ملي تدارکاتو کمېسیون پر غړو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، ملي او بین المللي ناظرینو له هغې ډلې د افغانستان روڼتیا څار بنسټ استازي، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي څېړونکي (سیګار) او د امریکا متحدو ایالتونو بین المللي انکشاف ادارې استازي هم حضور درلود.#پاى-فضل واحد
1 2 دقیقې لوستل