اقتصاد

دملي تدارکاتو اداره د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت ته د غوره خدمتونو له امله ستاینلیک ورکړ.

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
د ملي تدارکاتو اداره د شفافیت ، وړتیاوو د لوړلو او اصلاحاتو په برخه کې د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کارونو له یوې دقیقې څیړنې او ارزونې وروسته دغه وزارت ته تدارکاتي ستاینلیک ورکړ .
دغه ستاینلیک نن  په یوه غونډه کې د ملي تدارکاتو د ادارې د پالیسۍ د رییس له خوا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر ته ورکړ شو .
د ملي تدارکاتو ادارې د پالیسۍ رییس په غونډه کې د دغه ستاینلیک له امله د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي ته مبارکي وویله او زیاته يي کړه چې دغه ستایلینک هغو ادارو ته ورکول کیږي چې د شفایت او اصلاحاتو د راوستلو په برخه کې لاسته راوړنې ولري .
وروسته بیا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر د ملي تدارکاتو له ادارې څخه د مننې ترڅنګ وویل چې دغه اداره په هیواد کې د اصلاحاتو د راوستلو لپاره جدي اراده لري .د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر وویل چې دغه وزارت د اصلاحاتو ، شفافیت او ظرفیتونو د لوړلو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي او دغه وزارت وشو کولای چې تیرکال خپله ۸۶ سلنه پراختیايي بودیجه ولګوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته