سیاست

دملي امنیت سلاکار ډاکتر حمدالله محب د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابل باختر/ د وږي د مياشتې۶ نيټه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب پرون له غرمې مخکې د ملي امنیت شورا دفتر د غونډو په خونه کې د دوست هېواد ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف سره د دواړو هېوادونو پر اړیکو او د سیمې د همکاریو پر ښه والي خبرې وکړې.
د ملي امنیت شورا دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف ته د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو پر تاریخي او دوستانه اړیکو خبرو وکړې، د دولتونو په کچه یې د اوږدمهالو همکاریو په موخه را منځته شوي فرصتونه او پرمختګونه هیله بخښوونکي وبلل.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي عبدالعزیز کاملوف د خبرو په سر کې ډاکټر حمدالله محب ته د ورسپارل شوي نوې دندې له امله مبارکي وویله او نوموړي ته یې په چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه.
ښاغلي کاملوف د کابل پروسې تر چتر لاندې د سولې او سیمه ییزو همکاریو د ټینګښت په موخه د تاشکند کنفرانس له ناستې وروسته د پرمختګونو په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ته مالومات ورکړل.
ښاغلي کاملوف د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د امنیتي همکاریو په موخه د ګډ امنیتي کمیسیون د کارونو او راتلوونکو ناستو په اړه خپل وړاندیزونه شریک کړل او ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شریکو اقتصادي پروژو د تطبیق پر حالت خبرې وکړې.
نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې، د سولې او اقتصادي ودې لپاره د سیمه ییزو همکاریو د ټینګښت پر لارو چارو خبرې وکړې او د ښه والي په برخه کې یې هیله مندي وښوده.
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه د افغانانو په مشرۍ د سولې او مذاکراتو په ملاتړ د نوموړي هېواد د همکاریو پر څرنګوالي افغان لوري ته مالومات ورکړل.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب ازبکستاني پلاوي ته ډاډ ورکړ، چې د ملي امنیت شورا دفتر په رهبرۍ کې بدلون به د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ګډو چارو اغیز ونه کړي ځکه، چې د کارونو د مدیریت لپاره نظرونه مشترک دي. نوموړي د افغان حکومت په مشرۍ د سولې له بهیر سره د ازبکستان له همکاریو څخه مننه وکړه او د تاشکند کنفرانس یې د سولې او سیمه ییز ثبات د ټینګښت لپاره مهم و باله.
ښاغلي محب په افغانستان او سیمه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او سولې لپاره پر ګډو هڅو ټینګار وکړ او له ازبکستان څخه یې وغوښتل، ترڅو پر هغو هېوادونو، فشار رواړي چې د سولې د تامین او له ترهګرۍ سره د مبارزې په کارکې صادقانه رول نه لوبوي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل چې د ګډو امنیتي همغږیو په موخه به د رامنځته شویو میکانیزمونو په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کارونو ته ادامه ورکوي او د دې ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو اقتصادي پروژو د تطبیق په کار کې د خنډونو د تشخیص او له منځه وړلو په موخه د اړوندو وزارتونو ترمنځ پر همغږۍ او ګډ کار ټینګار وکړ. #
پای – ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته