سیاست

دملي امنیت سلاکار د بروکسل له ناستې وروسته د اړوندو موضوعاتو پر تعقیب ټینګار وکړ

کابل باختردچنګاښ دمياشتې ٢٥نيټه : د افغانستان داسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو له عمومي قوماندان ښاغلي جنرال جان نیکلسون سره وکتل. دملي امنيت دشورادفترباخترآژانس ته خبرورکړ. دملي امنیت سلاکار د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب د غوڅ ملاتړ ځواکونو په ځانګړي توګه له جنرال نیکلوسن څخه مننه وکړه، چې په بروکسل کې د ناټو د سرمشریزې له پاره یې په چمتووالي او تدابیرو چارو کې همکاري وکړه. ده په ځانګړي توګه د امریکا متحده ایالاتو او د ناټو له غړو هېوادونو څخه قدرداني وکړه، چې تر ۲۰۲۴ کال پورې یې د مرستو او همکاریو ژمنه نوې او وغځوله. ښاغلي اتمر همدارنګه له افغان ځواکونو سره د هوايي بریدونو او عملیاتو په ترڅ کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو ملاتړ مهم و باله او په دې برخه کې د همغږیو پر پراختیا ټینګار وکړ. په دې ناسته کې دواړو لورو د انتخاباتو د ملي پروسې له پاره د امنیتي چارو د ټینګښت او د رایه ورکوونکو له پاره د خوندې امنیتي فضا پر رامنځته کیدو هم خبرې وکړې. دملي امنیت سلاکار همدارنګه وویل، چې افغان لوری به د ناټو په سرمشریزه کې د خپلو ژمنو او تعهداتو پر عملي کیدو او د چارو د تعقیب په موخه صادقانه هڅې وکړي.پاى- ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته