پلخمري باختر دتلي پنځه ويشتمه :
دبغلان ولايت دملي امنيت درياست په همغږۍ ددوشي ولسوالۍ په مربوطاتو کې دحزب اسلامي ديوه قوماندان له خوا چاڼيز عمليات پيل شول .
دبغلان ولايت دبنو ولسوال محب الله محقق باختر اژانس ته خبر ورکړ دبغلان ولايت په ده صلاح ولسوالۍ کې دحزب اسلامي يو قوماندان جمعه خان ايوب پرون له افرادو سره يې دکيله ګى په غرونوکې دپلخمري _ دوشي په لويه لاره کې دطالبانو دخوځښتونو دبندولو په مقصد دملي امنيت درياست په همغږۍ چاڼيز عمليات پيل کړي دي .
دبنو ولسوال زياته کړه ددغو چاڼيزو عملياتو له لومړى ورځې څخه تر اوسه پورې دکيله ګى په سيمه کې دطالبانو دشپږو پوستو پرنيولو سربيره چې تل دلوى لارې کاروانونه تر امنيتي ګواښ لاندې و ، يو طالب ووژل شو او څلور تنه نور ټپيان شول .
ولسوال زياته کړه دغه عمليات به دپلخمري ، دوشي پرلويه لاره دطالبانو دخوځښتونو تر بندولو او دلوى لارې دامنيت تر تامينولو پورې دوام وکړي .
0 1 دقیقه لوستل