امنیت

دملي امنيت يو کارکوونکى دناپيژاندو کسانو له خوا ټپي شو

کابل – باختر د وږي دمياشتې ١٩
دنيمروز ولايت دملي امنيت يو کارکوونکى تيره شپه ټپي شو.
باختر آژانس ته د ملي امنيت د رياست د يو منسوب د څرګندونو له مخې : دملي امنيت دغه کارکوونکى هغه وخت ټپي شو چې دوه تنه موټر سايکل سپرو په زرنج ښارکې دملي امنيت په ښاري مديريت کې لاسي بم وغورځاوه.
يوه اړونده خبرځاى وويل : په دغه پيښه کې چا ته زيان نه دى اوښتى او د ټپي شوى کارکوونکى روغتيايي حالت د انديښنې وړ نه دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته