کابل باختر دزمري يوولسمه :
په فارياب ولايت کې دملي امنيت يو کارکوونکې دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا شهيد شو .
دفارياب ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالکريم يورش باختراژانس ته خبرورکړ دملي امنيت کارکوونکې نعمت الله تيره شپه دميمنې ښار دپنځمې ناحيې د پريدګا په ګذر کې خپل کورته څيرمه دناپيژاندو وسله والو له خوا دتومانچې په ډزو سره شهيد شو . يورش زياته کړه دپيښې په اړوند يوتن چې ددغه کارکوونکې ګاوندى دى دپوليسو له خوا نيول شوى دى .
دپوليسو يو خبرځاى وايي دشپې په لسو بجو ددغه کارکوونکې دکور دروازه وټکيده او ددروازې په پرانستلو سره له ډيل پرته موټر ودريد او په نعمت الله يې اته ډزې وکړې اوشهيد يې کړ او له سيمې څخه وتښتيدل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ