دملي امنيت يوسرتيرى شهيد شو .

کابل باختر  دسلواغې ديارلسمه :
په نيمروز ولايت کې دملي امنيت يوسرتيرى  نن دطالبانو دکمين  له امله شهيد شو او دوه تنه نورسرتيري  ټپيان شول .
دنيمروز ولايت  دملي امنيت درياست يو اړونده  مسوول دباختر اژانس خبريال ته وويل ددغه رياست يورنجر موټر دچخانسور  ولسوالۍ په مرکز کې دتيريدو په وخت کې دوسله والو طالبانو  له کمين سره مخامخ شو چې له امله يې  ددغه رياست يو تن سرتيرى شهيد او دوه تنه نور سرتيري ټپيان شول .
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې،  په هغې جګړه کې چې ددواړو لورو  ترمنځ  ونښته يوطالب ووژل شو او نور افراد يې وتښتيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته