امنیت

دملي امنيت منسوبينو په چاوديدونکو توکو بار يوموټر ضبط کړ

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دملي امنيت ځواکونو دميدان وردګو ولايت دچک وسوالۍ په مربوطاتو کې  دخاصو عملياتو په بهير کې  په چاوديدونکو توکو بار يوسراچه موټرضبط کړ .
دباخترآژانس دخبر له مخې: ډار اچوونکو غوښتل چې له دغه موټر  څخه په استفادې سره په کابل ښار کې په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي .
هغه سړى چې ويل کيږي له ترلاسه شوى موټر څخه په استفادې سره غوښتل چې په کابل ښار کې  په ځانمرګي بريد لاس پورې کړي هم نيول شوى دى .
  ديوبل خبر له مخې : دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو له ترلاسه شويو اطلاعاتو څخه په استفادې سره دبي ام  يک توغندي، لس ماينونه چې  دافغانستان  دخلکو دسولې او ثبات ددښمنانو له خوا په کابل ښار دتوغولو او دکابل ولايت دخاک جبار ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دخلکو د وژنې په مقصد  عيار شوي و کشف او شنډ کړ .
ديوبل خبر له مخې : دملي امنيت  ځواکونو په يوه  بريالي اقدام کې دزيکو يو شل صندوقه ګولۍ دکابل ولايت دده سبز ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يو پټنځي کې ترلاسه کړې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته