سیاست

دملي امنيت شورا داجراييه رياست دوياند ادعا ردکړ

کابل باختر  دغبرګولي دويمه :
  دامنيتي تفاهم ليک په تدوين کې دملي امنيت دشورا درول په باب  داجراييه  رييس دوياند ادعا له حقيقت څخه لرې دى .
دباختراژانس دخبر له مخې په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دملي امنيت دشورا له لارې خپره شوې ده ويل شوي دي داجراييه رياست وياند دروان کال دغبرګولي  دمياشتې  دلومړى نيټې  دجمعې دماښام  دطلوع نيوز په  کنکاش  پروګرام کې څرګنده کړه چې ګڼې دافغانستان دملي امنيت  او پاکستان د اي اس اي ترمنځ دتفاهم ليک متن دملي وحدت دحکومت داجراييه رييس  له خوا منظور  شوى و خو په نښه کيدو له پړاومخکې  يولړ بدلونونه پکې وارد شوي و . 
ده  داحتمالي   بدلونونو مسووليت دملي امنيت دشورا دفتر ته نسبت ورکړ .
دافغانستان دملي  امنيت دشورا دفتر داجراييه رياست دوياند دغه ادعا  په بشپړه توګه له حقيقت څخه لرې بولي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته