ورزش

دملي امنيت دځوانانو دباسکتبال ټيم اتل شو.

کابل- باختر دوري دمياشتې ٦
دځوانانو دباسکتبال داتلوالى سيالۍ پرون دملي امنيت دټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيدې.
داولمپيک دملي کميټې د اطلاعاتو او دعامه پوهاوى امر نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: دغه سيالۍ چې درې ورځې مخکې د اولمپيک دملي کميټې په ورزشي سالون کې پيل شوى وى دمرکز څلورو ټيمونو او دهرات او دقندهار دولايتونو څلوروټيمونو پکې ګډون کړي و چې په پاى کې دملي امنيت دباسکتبال ټيم لومړى مقام او دښاروالۍ دځوانانو ټيم دويم مقام او دهرات د درخشان ټيم دريم مقامونه وګتل.
دغه راز ددغو سياليو داخلاقو جام دقندهار ولايت دپوهنې دباسکتبال ټيم ته ورکړ شو او دقندهار له پوهنې څخه احمد الفت ددغو سياليو ډير غوره لوبغاړى وپيژندل شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته