دملي امنيت دلوى رياست هيئت هيواد ته راستون شو .

کابل _ باختر دمرغومي شپاړسمه :
دملي امنيت دلوى رياست هيئت  چې دخبرو په خاطر  پاکستان ته تللى و نن هيواد ته راستون شو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند دملي امنيت دلوى رياست دمطبوعاتي دفتر له خوا خپره شوې ، ويل شوى دى دملي امنيت دلوى رياست دلومړي مرستيال او سرپرست ډګرجنرال اسام الدين په مشري  دملي امنيت دلوى رياست لوړ رتبه هيئت دروان کال دمرغومى دمياشتې په دولسمه نيټه دسولې دعالي شورا دپخواني رييس  استاد برهان الدين رباني دپيښې او دملي امنيت په لوى رييس  اسد الله خالد دتروريستي بريد دتعقيبولو او څيړنې په مقصد او دپاکستان داسلامي جمهوريت له استخباراتي مقاماتو سره دخبرو په مقصد اسلام اباد ته سفر کړي و هيواد ته راستون شول .
په خبر کې ويل شوي دي په دې سفر کې ددغو دوو مهمو موضوعګانو په باب خبرې اترې  شوي دي چې دپخوانيووړاندي شويو معلوماتو له مخې،  دافغانستان داسلامي جمهوريت دملي امنيت لوى رياست او دپاکستان استخباراتي سازمان ددغو قضيو په باب اغيزمن اقدامات ترسره کړي او په دې باب ښه پرمختګ شوى دى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته