کابل باختر د تلي شپاړسمه :
په نننيو نړيوالو سياليو کې چې له وړتيا غوښتنې او ګټې غوښتنې سره يوځاى دي او د نړۍ دنويو پرمختياو او تکنالوژۍ ودې ته په پاملرنې سره دجګړې په منطق دسياسي او ديپلوماسي تعقل مخکې کيدل ددې سبب شو کلاسيکې جګړې چې په عمده توګه يې ځواکونه د يوبل مقابلې ته وړاندي کول خپل ځاى يې نيابتي او ترځمکې لاندې جګړو ته پريښوده چې دلته داستخباراتي اوکشفي ادارو دندې خپلې ځانګړنياوې لري .
افغانستان دهغو ځانګړو ځانګړتياو په شتون کې چې لري يې د وروستيو څو لسيزو په اوږدو کې دسيمه ييزو سياليو شاهد و ، آن دنړۍ اوسيمې دځواکونو ترمنځ دنيابتي جګړې په ډګر بدل شو او بهرنيو استخباراتي سازمانونو په دغه هيواد زيات تمرکز دلود او لري يې .
ددغه شان ناندريو په شتون کې دفاع اومقابله دافغانستان دولت اوخلکو ته په
يو حتمي کاربدل شواودايوه مهمه غوښتنه ده چې بايددبهرنيواستخباراتي توطيو په وړاندې دهيواد دپايښت او ساتنې لپاره ودريږو او دخپل هويت ارزښتونو اوملي ګټو څخه دفاع وکړو .
په دغه شان حالت کې دافغانستان دملي امنيت دادارې دنده له بل هر مرکز څخه زيات ارزښت لري اوخلک ددغې ادارې له اقداماتو هغه هم ديوې پيښې له منځته کيدومخکې دلاښورد لپاره دبهرنيو تروريستي توطيو او پروګرامونو په کشفولو حساب کوي .
دافغانستان دملي امنيت اداره دهغې ادارې په توګه چې ترځمکې لاندې او اوپراتيفي فعاليتونو سره دملي ګټو په دفاع کې ولاړه ده دغه اړتيايې درک او دهغه په وړاندې جدي او هوډمنه ده .
موږ په وروستيو ورځو او مياشتو کې د ډيرو تروريستي توطيودکشفولو شاهد و چې بهرني استخباراتي سازمانونه هغه طرحه کړي او زموږ په خلکو يې بريد کړى و .
دهغو ټولو برياليتوبونو بيانول چې دملي امنيت دادارې منسوبينو ترلاسه کړي دي ډيرو خبرو ته به اړتيا لري خو دغه ټکې دي هير نه شي چې ټول دغه برياليتوبونه ددوى درايت ، استقامت ، پوهې او اوپراتيفي پوهې په شتون کې رامنځته شوي دي چې ددغه اساس ارګان رهبري په لاس کي لري .
په دې اړوند ددغې ادارې د رييس انجنير نبيل خدمتونه او زيار کيداى شي دمکس وړ وي ، هغه څيره چې پکې دهيواد له دښمنانو سره د روغې جوړې نه کول پکې مشهود دى او دراتلونکي په نسبت آزادۍ ، خپلواکۍ او ژمنه شتون لري او هلې ځلې کوي دبهرنيو توطيو او دسيسو په کشفولو سره نور ديوافغان وينې تويې نه شي يې ژوندبرباد نه شي اونورددغه هيواد په هويت او ارزښتونو تيرى ونه شي .
انجنيرنبيل غواړي داسې کار وکړي چې بهرني دښمنان ويښ شي او وپوهيږي چې هغوى نه شي کولاى دافغانستان دخلکودګټو په وړاندې ودريږي څرنګه چي انجنير نبيل دتيرکال دورې په مياشت کې دملي شورا دغړو په وړاندې له هغو يو شمير دسيسو او توطيو څخه چې دافغانستان خلک ورسره مخامخ دي پرده پورته کړه او ده څرګنده کړه چې لږ ترلږه ديرش زره ديني مدرسې په پاکستان کې شته چې څه دپاسه پنځه زره يې دخپلواصلي دندو له اصولو څخه سرغړونه کړې ده او خپلو طالب علمانوته تروريستي زده کړې ورکوي او هغوى افغانستان ته استوي او زياتره يې مخکې له دې چې په عمل لاس پورې کړي دملي امنيت دادارې دموظفينو له خوا پيژندل کيږي اونيول کيږي .
نبيل په څرګند ډول وويل ، ترهغه وخته پورې چې نړيواله ټولنه د ډيورندله کرښې اخوا دتروريستانو په اصلي مرکزونو تمرکز ونه کړي او هغوى له منځه يونه سي دتروريزم په نامه مصيبت به دوام وکړي او په اور کې به يې نه يوازې افغانستان بلکې نور به هم وسوځيږي .
دانجنير نبيل دمسووليت په وخت کې دملي امنيت ادارې ښه برياليتوبونه ترلاسه
کړي و، داستاد رباني دترور دطراحانو په ګډون د يو شمير ترويستي پيښوعاملين او طراحان وپيژندل شول .
دغه راز دده دمسووليت په وخت کې دملي امنيت په اداره کې کادري شکل بدلون وکړ اومسلکي او مجربو څيرو خپل ځاى په دغي ادارې کې بياومونداو دغې ادارې د زيات مسلکي کيدو په لور ګام واخيست .
1 3 دقیقې لوستل