کابل باختر دتلي اته ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف غني په مشرۍ ، دملي امنيت دشورا غونډه نن په ارګ کې جوړه شوه .
دجمهور رييس دوياند دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، په پيل کې دامنيتي او دفاعي سکتور وزيرانو او دملي دفاع وزارت لوى درستيز دهيواد دعمومي امنيتي حالت په باب دملي امنيت دشورا غونډې ته رپوټ وړاندې کړل .
وروسته دهيواد په ګوټ ګوټ کې دخلکو ددښمنانو ګواښونه وڅيړل شول او غونډې دهغو دشنډولو او له منځه وړلو په لاره کې دهيواد امنيتي او دفاعي ځواکونو ته لازمې لارښوونې وکړې .
وروسته دپوستو دپياوړي کولو اصلاحي طرحه ، دامنيتي او دفاعي ځواکونو دپرسونل ، وسلو او تجهيزاتو موجودي او دسيمه ئيزو ګواښونو څيړنه طرحه شوه
دملي امنيت شورا دغه طرحه تصويب کړه او اړوندو ارګانونو ته يې لارښوونه وکړه چې په ټولو قول اردو ګانو کې دې سخت محاربوي احضارات ترلاس لاندې ونيسي او له دغې طرحې سره سم دې دپوستو په پياوړې کولو او د ګواښونو په لمنځه وړلو کې لازم اقدامات عملي کړي .
دغونډې دکار په دوام په ناامنو سيموکې دخاصو عملياتو دترسره کولو دڅرنګوالي په باب غور او څيړنه وشوه .
دملي امنيت شورا دامنيتي او دفاعي سکتور وزارتونو ته لارښوونه وکړه چې له اطلاعاتو هدفونوسره سم اوپه لازم دقت سره دې دملکي خلکو دسر دزيان دمخنيوي په لاره کې په ناامنو ولسواليو کې خاص عمليات ترسره کړي .
وروسته دهيواد په پولو کې دشتوستونزو په باب خبرې وشوې ، دملي امنيت شورا ټولو امنيتي او دفاعي بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې دافغانستان دپولو دکنترولولو په لاره کې دې لازم تدبيرونه ترلاس لاندې ونيسي او د سرحدي سرغړونو دکتنې په صورت کې دې له ډيل پرته دملي امنيت شورا ته خبر ورکړي چې په دې باب لازم تصميم ونيول شي .
په پاى کې دشاه شهيد دپيښې له امله داوښتو مالي تاوانونو رپوټ واوريدل شو او له خبرو وروسته دملي امنيت شورا اړوندو بنسټونو ته لارښوونه وکړه چې ديوه څرګند او شفاف ميکانيزم په ترڅ کې دې ددغې پيښې له زيانمنوشويو کسانوسره دمرستې په باب ددولت ژمنه عملي کړي .
0 1 دقیقه لوستل