کابل باختر دثور دويمه
دملي امنيت داداري خبرځايونه وايي ددغي اداري غړو درې تروريستي شبکي او يوه ډله جعلکاران ونيول .
دنيول شويو کسانو په ډله کې دجمهوري رياست په مرستيال محمد کريم خليلي دتروريستي توطيئ عاملان اوکابل ته دلسو زرو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو ليږدونکي شامل دي چې زياتره يې پاکستانيان دي .
دباختر اژانس دخبر له مخې دملي امنيت داداري يو تن مطبوعاتي مسوول شفيق طاهري چې نن يي په کابل کې په يوه خبرى غونډه کې خبرې کولي څرګنده کړه دملي امنيت دلوى رياست موظفينو د روان کال دوري دمياشتې په ٢٧ نيټه دحقاني په تروريستي شبکي پوري يوه اونده درې کسيزه ډله چې دجمهوري رياست په دويم مرستيال محمد کريم خليلي دبريد نيت درلود له دوو ځانمرګو واسکټونو ، څو ميلو وسلو ، يوې اندازي مهماتو او چاوديدونکو توکو او له يوکسټ سره ونيوله .
دوي دجمهوري رياست ددويم مرستيال په کور دبريد نيت درلود .
ده دغه درې تنه دپکتيا ولايت دسيد کرم ولسوالۍ اوسيدونکى عبدالله خان ، دغزني ولايت دقره باغ ولسوالۍ اصلي اوسيدونکي او دپاکستان دکوهاټ اوسني اوسيدونکي نور الله او د ميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالۍ اوسيدونکى ذبيح الله چې مستعار نوم يې اسمعيل دى وبلل .
نيول شويوکسانو اعتراف وکړ او ويلي يي دي چې پوځي تروريتسي اوځانمرګي تعليمات يې دعربو اوپاکستانيانو له خوا زده کړي دي اووروسته يي دجمهوري رياست ددويم مرستيال محمد کريم خليلي دکور پته ، کروکې او عکس ترلاسه کړل او دمولوى بدر الدين حقاني په لارښوونه په محمد کريم خليلي دتروريستي او ځانمرګي بريد دترسره کولو په مقصد دپاکستان له ميرامشاه څخه د پکتيا ولايت له لاري کابل ته واستول شول چې په بريد له لاس پورې کولو مخکې دملي امنيت دلوى رياست دموظفينو له خوا له ځانمرګو واسکټونو وسلو او له يوې اندازي مهماتو او چاوديدونکو توکو سره ونيول شول .
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست موظُفينو دپاکستاني طالبانو د تروريستي ډلو غړي دپاکستان دپيښور دکارخانو اوسيدونکى اصغر خان ، دخيبر ايجنسۍ دتيرا اصلي اوسيدونکى او دپيښور دکارخانو اوسنې اوسيدونکى مجيدالرحمن دمسوول خان زوي او دخيبر ايجنسۍ اصلي او اوسنې اوسيدونکى په حکمت خان مشهور قيمت خان ، دکاپيسا ولايت داله ساي ولسوالۍ اصلي اوسيدونکى دنجراب ولسوالۍ اوسنې اوسيدونکى او دطالبانو د ډلې ديو تن قوماندان قاري بريال دتروريستي ډلې غړي عبدالمقيم دشاه رسول زوي چې دتروريستي او ورانکارو بريدونو دسازمان ورکولو چارې يې په غاړه لرلي له يو هينو ډوله باروړونکي موټر سره چې د پاکستان زيد – ٦٨٨٠ لمبر پليت لري او څلور سوه بوري پوتاشيم ډوله چاويددونکي توکي چې ټول يې لس زره کيلوګرامه کيږي او په مهارت سره دپټاټيو تر بوريو لاندې ځاى پرځاى کړي شوي وو ، ونيول .
دوي دنور افضل او محمد عمر په لارښوونه چې دپاکستاني طالبانو له ډلې څخه او دآي اس آي دسازمان غړي دي او دپاکستان له پيښور څخه دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو لپاره کابل ته ليږدولي وو چې دکابل ښار په مربوطاتوکې ونيول شول .
دغه راز دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په يولړ نورو برياليو عملياتوکې دطالبانو د ډلې دتروريستي شبکي شپږ تنه سرګروپان او غړي چې دتخار ولايت په مربوطاتو کې يي دتروريستي ، ځانمرګو او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو نيت درلود دتالقانو په ښار کې له يوې اندازې وسلو مهماتو اوچاوديدونکو توکو او وسايلو سره لاس په لاس ونيول . دغه راز شپږ تنه په کابل ښار کې دجعلي اسعارودرواجولو او خپرولو په تور ونيول شول .
په همدي ترتيب دملي امنيت دلوى رياست موظفينو په يوبل اقدام کې دننګرهار ولايت اصلي اوسيدونکى اودکابل ښار په نهمې ناحيي پوري اړوند دهودخيلو دساحي اوسنې اوسيدونکى تواب ، ولايت خان او ايمل او دڅرخي پله دساحي اوسيدونکى مراد علي ددوه نوي زره شپږ سوه امريکايي ډالرو له جعلي نوټونوسره ونيول .
دغوکسانو نيت درلود چې دافغانيو دارزښت د ټيتولو په مقصد يوه اندازه جعلي نوټونه له پاکستان څخه کابل ښار ته وليږدوي چې ونيول شول او دلومړنيو څيړنو په بهير کې يي په خپل جرم اعتراف کړي دي .