دملي ارشيف سرپرست معرفي شو .
-کابل باختر د وري اتمه :
دهندوستان او ايران په هېوادونوکې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت پخوانى فرهنګي اتشه نن په رسمي ډول دملي ارشيف دسرپرست په توګه معرفي شو .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، دصنعت دادارې دانستيتوت دليسانس دمدرک لرونکى محمد افسر رهبين چې ديرش کاله يې د اطلاعاتواوفرهنګ وزارت په مربوطاتو کې دهنر او ادبياتو ، شعر او ادب او دخلکو دفرهنګ درييس او هم دباختراژانس په بيلابيلو څانګو او خپرونوکې ورسپارل شوې دندې په ښه توګه ترسره کړي دي په رسمي ډول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دبشري منابعو درييس احمد ضيا انوري او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دستر سلاکار ډاکتر طارق رشاد او د پاليسى او خپرونو په چارو کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسلاکار او وياند محمد صابر مومند له خوا دملي ارشيف درياست دسرپرست په توګه ددغه رياست غړو او کارکوونکو ته وروپيژندل شو .