دملي اردو څلور تنه عسکر په شبرغان ښار کې شهيدان شول .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
وسله والو طالبانو دملي اردو څلور تنه افراد دشبرغان ښار په مربوطاتو کې شهيدان کړل .
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال عظيمي باختراژانس ته وويل  پرون دوري دمياشتې په اووه ويشتمه نيټه دسه شنبې په ورځ د ٢٠٩  شاهين قول اردو څلور تنه منسوبين  چې په ملکي جامو سره له وسلې پرته ديو کرولا ډوله موټر په سپرلۍ  خپلو کورونو ته روان و دخواجه دوکو په سيمه کې  دوسله والو مخالفينو له خوا اسيران شول  او تيره شپه په ناځوان مردانه ډول او دټولو اسلامي اصولو او نړيوالو پرنسيبونوپرخلاف شهيدان شول .  
دملي دفاع وزارت دافغانستان  دخلکو ددښمنانودغه  ناوړه ډارن او ناځوانمردانه عمل په ډيرو سختو الفاظوسره غندي اوژمنه کوي چې عاملين يې دقانون اوعدالت منګولو ته سپاري .
دغه پيښه په داسې حال کې رامنځته کيږي چې څه موده  مخکې دملي اردو يوولس تنه عسکر له هغه وروسته چې دبدخشان په وردوج  کې دطالبانو د ډلې له خوا اسيران شول ، ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته