امنیت

دملي اردو څلور تنه سرتيري په سرپل کې شهيدان شول .

کابل باختر د غبرګولي  نهه ويشتمه :
دملي اردو  څلور تنه سرتيري  پرون دوسله والو طالبانو په ډلې پورې داړوندو کسانوپه بريد کې شهيدان شول .
په دغو سرتيرو کله يې چې غوښتل  خپلو  ملګروته دڅښاک اوبه برابرې کړي دلارې په اوږد کې دسرپل ښار  ته څيرمه په بلغلي کلي کې  د ډار اچوونکو له خوا بريد وشو .
  دسرپل ولايت  امنيه قوماندان جنرال  خليل الله دستيار باختراژانس ته وويل چې دطالبانو په دې بريد کې دملي اردو څلور تنه سرتيري شهيدان شول .
ده تاييد کړه چې طالبانو ددغه بريدپه بهير کې  دپوځيانو يو ټانک له ځان سره وړي دي .
دستيار زياته کړه چې ددغو ډار اچوونکو دموندلو لپاره هلې ځلې  پيل شوې دي .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته