امنیت

دملي اردو ځواکونه دانتخاباتو دامنيت دتامينولو لپاره تيارى څرګند کړ.

کابل – باختر دتلې دمياشتې ٥
په داسې حال کې چې دافغانستان دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دترسر کولونيټه  نږدې  کيږي د ملي اردو جګپوړو  مقاماتو ددغه ملي بهير د  امنيت دتامينولو  لپاره دتياريو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې ده چې درايې اخستلو دکارتونو او دجمهوري رياست او دولايتي شوراګانو دانتخاباتولپاره دنوم ليکنې بهير پيل شوى دى او تر څه ناڅه لسو ورځو پورې به  افغانان دخپلو کانديدانو له څيرو سره بلد شي.
په همدې حال کې دملي اردو يو جګپوړې مقام اعلام وکړ چې دوى د ملي پوليسو او دملي امنيت له ځواکونو سره يوځاى دافغانستان په ختيځ کې  دانتخاباتو دبهير دامنيت دتامينولو پراخ پروګرامونه لري .
د  ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال محمدزمان وزيري دننګرهار ولايت ته دخپل سفر په باب دباخترآژانس  خبريال ګلستان غالب ته وويل : دوي اوس  هلې ځلې کوي هغه سيمې چې په احتمالي ډول تروريستي ډلې کولاى شي دانتخاباتو بهير ته پکي خطر رامنځته کړي دپوځي عملياتو په ترسره کول وسره دتروريستي ډلو له شتون څخه پاکې کړي .
د ده  دڅرگندونوله مخې   :  دوي د انتخاباتو په  بهيرکې  د تروريستي ګواښونو دکمښت  لپاره  په  زرګونه سرتيري چې په  سپکو اودرندو وسلو سمبال دي په واک  کې لري .
دافغانستان دانتخاباتو دخپلواک کميسيون له  خوا دوړاندې شويو شميرنو له مخې  :  دهيواد دختيځ زون په   اووه ولايتونو کې يوزرو يوسلو درې پنځوس انتخاباتي مرکزونه په پام کي نيول شوي دي .
دغه مرکزونه اوس فعال دي او درايې ورکوونکو اودانتخاباتو دکانديدانو په نوم ليکنې بوخت دي.
په  همدې حال کې  تورنجنرال وزيري  وايي چې درايې ورکولو په ورځ دمناسبې فضا درامنځته کولو لپاره له همدا اوس څخه يو لړ پروګرامونه ترلاس لاندې لري.
ده وويل ، موږ برسيره په دې چې دانتخاباتو دمرکزونو دامنيت په تامينولو کې له پوليسو سره همکارۍ کوو هلې ځلې کوو چې له  همدا اوس څخه په ځينو سيمو کې چې دتروريستي  ډلو له خوا داحتمالي خطر رامنځته  کول شته پوځي عمليات ترسره کوو.
د ٢٠١  سيلاب قول اردو قوماندان دهيواد دختيځوسيمو اوسيدونکو ته ډاډ ورکړ چې هغوي  کولاى شي له ډار پرته په دغه ستر ملي بهير  کې چې انتخابات دي ګډون کړي.
دا په داسې  حال کې ده  چې دهيواد ختيځ له جنوب  وروسته دطالبانو اوالقاعده په ګډون  دځينو تروريستي ډلو په شتون سره دهيواد له ناامنو سيمو څخه ګڼل کيږي.
دغه ولايتونه زياتره له پاکستان سره دپولې دلرلو له امله تل دتروريستي ډلو دشتون اوفعاليت ډګردى .
دافغانستان په ختيځ کې دکونړ ، نورستان اوپکتيکا ولايتونه په وروستيو کلونو کې دزياتو تروريستي پيښو ډګر و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته